د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دوو جلا سیمو کې د «بُست صنعتي ښارګوټي او دو راهي ملي پارک» په نومونو د صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادو صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارو د پرانېستې پر مهال وویل چې دغه صنعتي ښارګوټي به له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي.
د عزیزي په وینا، د یادو صنعتي پارکونو نویو جوړېدونکو کارخونو کې به د هلمند کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته د بازارموندنې ترڅنګ د پروسس زمینه هم برابره شي.
هغه وویل: «موږ چې نن کوم سوداګریز ښارګوټي پرانیزو، زموږ هڅه دا ده چې ټول نړیوال معیارونه په پام کې ونیسو. موږ به یادو پارکونو کې ځمکې یوازې هغو تجارانو ته توزیع کړو چې په رښتیا پانګونه وکړي او مستحق وي. زموږ به هڅه دا وي چې تر دې وروسته ټولو اولیه توکي په کور دننه پوره کړو.»
د یادو صنعتي پارکونو له ډلې یې یو مرکز لښکرګاه ښار او دویم یې د یاد ښار اړوند ختیځ لوري ۵۰ کیلومټرۍ کې جوړېږي.
د هلمند د سوداګرۍ او صنایعو خونې غلام یحیی پښتون وايي، دغه ښارګوټي پر ۲۱۶۲ جریبه ځمکه جوړېږي چې ۲۰۰۰ جریبه یې دوراهي ملي پارک او ۱۶۲ جریبه ځمکه یې د بُست ښارګوټي ته ځانګړې شوې .
د نوموړي په وینا، د دې ښارګوټو په جوړېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. نوموړي وویل: «د افغانسان کوم تجاران چې غواړي دلته پانګونه وکړي، دلته به ځمکه په واک کې ورکړل شي، دلته به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دوراهي پارک ۲۰۰۰ جریبه او د بُست پارک ۱۶۲ جریبه ځمکه باندې جوړېږي.»
بلځوا یوه ملي سوداګر ژمنه وکړه چې د دوراهي ملي سوداګریز ښارګوټي کې به په بېلابېلو برخو کې د ۵۰ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه وکړي. هغه وویل: «زه او ملګري مو اماده یو چې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو، موږ به دلته د لمریزو دړو، مالوچ او د غوړیو د کارخونو ترڅنګ سړېخونې جوړې کړو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه صنعتي پارکونه داسې مهال دغه ولایت کې جوړېږي چې له هلمند کې لا له وړاندې یو خصوصي صنعتي پارک په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.