Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې

کرکټ ګرونډ جوړول کابل

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ په رسمي ډول د کابل ښار د ١٦مې حوزې “الوخېلو” سیمه کې د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس رغنیزې چارې پیل کړې.

کرکټ بورډ ویلي چې دغو چارو کې دامهال د ځمکې سطحي هواری او لېولنګ، سکیچ اخیستنې او نورې اړوند چارې شاملیږي.

د کرکټ بورډ په وینا، له ژمي وروسته به د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس اساسي او بنسټیزې چارې هم پیل شي چې د لوبغالي چمن زرغونول، احاطوي دېوال، د اوبو رسونې شبکه، سرلوڅې اکاډمي (روزنځای)، اوول لوبغالی او نور اړوند کارونه يې په چوکاټ کې راځي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


باید وویل شي چې د یاد کرکټ کمپلکس رغنیزې چارې پر دغه ځمکې د حقوقي دعوې له امله ځنډېدلې وې چې د اړوند محکمې له اجازې او تصفیې وروسته یې نن لومړنۍ چارې پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې د دغې اوږدمهالې پروژې چارې به هر کال اړوند بودیجې ته په پام سره، ګام په ګام له معیاري او نړیوال سټنډرډ سره سمې ترسره او بشړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام