Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې په ۱۸۹ جریبه ځمکه د بادامو باغونو جوړېدو چارې پیل شوې

IMG-20251223-WA0012

د پکتيکا ځايي مسوولان وايي، د نشه‌یي توکو د کښت مخنیوي او د بدیل معیشت پروګرام په برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دغه ولایت څلورو ولسوالیو کې د بادامو باغونو جوړولو لړۍ پيل کړه.

د پکتيکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد ګوهر وویل، ياد باغونه په ډیله، یوسف‌خېل، یحیی‌خېل او جاني‌خېل ولسوالیو کې جوړيږي.

هغه وویل، ۱۸۹ کروندګرو ته به په ۱۸۹ جریبه ځمکه شاوخوا ۳۰ زره د بادامو نيالګي کينول شي او د اوبو سپما قطره‌یي سیستمونه به هم ورته فعاله شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دغه پروژه شاوخوا ۱۰.۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، دغه پروژه د پکتیکا اراضي ته په کتو د نشه‌یي توکو بدیل معیشت لپاره پلي کوي چې د خلکو لپاره د اقتصادي ځان بساینې لپاره مهمه ده.

دا لومړی ځل دی چې پکتیکا کې د نشه‌یي توکو بدیل معیشت په برخه کې د بادامو نيالګيو کینولو لړۍ پیلېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام