د فراه ولایت په ګلستان ولسوالي کې د ۲۹۹ مترو په اوږدوالی او درې مترو په لوړوالي د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
د فراه د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو د تطبیق امر، رحمتالله بدري وايي چې د دغه پروژې ټول لګښت ۶.۳ میلیونه افغانۍ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د پروژې له لارې ۴۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هر کارکوونکي ته به د میاشتې ۶زره او ۴۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.
بدري زیاتوي چې د دې دیوال په جوړېدو سره به کرنیزې ځمکې او یوشمېر کورونه د سېلابونو له خطره وژغورل شي.