د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د اوبو او برښنا وزارت د شاوخوا څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت په خوښۍ ولسوالي کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس محمداسماعیل سلاموطندار ته وویل چې دغه چکډېم د اوبو او برښنا وزارت په مالي لګښت د خوښۍ ولسوالي په «شیندارخېل» کلي کې د درېوو میاشتو په ترڅ کې جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل کیږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې د اوبو یاد بند د سېلابونو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړېدو او د اوبو ذخیرې لپاره جوړېږي.
د روان کال د تېرې لړم میاشتې په ۱۵مه نېټه دغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور جوړې شوې یوې غونډې ته ویلي و چې د لوګر مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې سږ کال د ۱۴۷میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د مدیریت پروژې منظورې شوې دي.
د یاد وزارت له لوري په مرکز پلعلم او برهکي برک ولسوالي کې دوه- دوه چکډمونه او په خوښۍ ولسوالي کې یو چکډم د ۱۱زره او دوه سوه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو په ظرفیت سره د جوړېدو خبر ورکړل شوی و.
د لوګر محلي مسوولانو بیا غوښتنه کړې وه چې د اوبو کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو پر وړاندې لویه ستونزه ده او په وینا یې، تر ځمکې لاندې اوبو سطحه د پخوا په پرتله ټیټه شوې.
نوموړي د اوبو او انرژۍ پر وزارت غږ وکړ چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم د اوبو او برښنا بندونه جوړ کړي، څو د دغه ولایت اوسېدونکي د کرنیزو ځمکو کرکېلې لپاره اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.