Asset 1SWN

لوګر کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

چکډېم

د لوګر سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې یو چکډېم جوړېږي.

د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسلکي سلاکار انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي سلام‌وطندار ته وویل، د ازرې ولسوالي په «پنځو کڅ» سیمه کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عمرزي زیاته کړه چې دغه چکډېم به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په راتلونکو درېوو میاشتو کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د ۲۴مترو په اوږدوالي، ۶متره لوړوالي او ۲.۵ متره پلنوالي په لرلو سره جوړ او ګټې‌اخیستنې ته به وسپارل شي.

د ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په دغه ولسوالي کې د یوه چکډېم د جوړېدو پروژه پېل شوې.

د ازرې ولسوالي یوه اوسېدونکي ولي‌محمد سلام‌وطندار ته وویل، حکومت او نړیوالې موسسې دې په دغه ولسوالي کې پوهنې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخې ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

نوموړي زیاته کړه په تېرو څو کالونو کې ازرې ولسوالۍ ته د بیارغونې او پرمختګ برخه کې هېڅ پاملرنه نه‌ده شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ازره د لوګر لرې‌پرته ولسوالي ده چې له مرکز پل‌علم سره ۹۰کیلومټره واټن لري او اوسېدونکي یې د بېلابېلو ستونزو لرلو ترڅنګ، پل‌علم ته د تګ‌راتګ پرمهال د سړک خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام