Asset 1SWN

هلمند کې د یوې ودانۍ او درېوو سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

هلمند

د هلمند ولایت ګرشك ولسوالۍ کې د ښاروالۍ د نوې ودانۍ د جوړېدو او د زاړه بازار د درېيو سړکونو د قيراچونې چارې د ۱۸ ميليونه او ۸۵۶ زره افغانيو په ارزښت په رسمي توګه پیل شوې.

په جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي مولوي امان‌الدین منصور، د ګرشک ولسوال حاجي معاون شرافت، امنیه قومندان حاجي یاسر، ښاروال قدرت‌الله وصال، ديني عالمانو، قومي مشرانو او ګڼ‌شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

والي مولوي منصور د خپلو خبرو پرمهال وویل: «خلک باید د الله شکر ادا کړي چې بشپړ امنیت تأمین دی، هر څوک کولای شي د خپل ژوند چارې په ډاډمنه فضا کې پر مخ یوسي. د همدې امنیت برکت دی چې نن ورځ د آبادۍ او پراختیا کارونه له هرې خوا روان دي.»

د ګرشک ښاروال مفتي قدرت‌الله وصال وویل، د زاړه بازار د درې سړکونو اوږدوالی شاوخوا ۱۲ زره او نهه سوه متره مربع دی چې د ۹ ميليونه او ۹۲۰ زره افغانيو په لګښت به د ښاروالي له داخلي بودیجې څخه قیر شي.

وصال زیاته کړه چې دغه پروژه يو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې او تمه ده چې د درېوو مياشتو په موده کې بشپړه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه وویل: «نن مو د ښاروالۍ د نوې ودانۍ بنسټ هم کېښود، دا پروژه د نږدې ۸ ميليونه او ۹۳۶ زره افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له داخلي بوديجې څخه تمویلېږي، چې له بشپړېدو سره به د ښاروالۍ اداري چارې لا اغېزمنې شي.»

د غونډې ګډونوالو د پروژو پر پيل خوښي څرګنده کړه او له چارواکو یې وغوښتل چې د ښار د نورو برخو د بنسټیزو خدمتونو چارې هم پیاوړې کړي.

 یوه قومي مشر حاجي رشید وویل «موږ خوشحاله یو چې اوس د ښار د آبادۍ کارونه په شفاف ډول پیل شوي، هیله لرو دا لړۍ دوام ولري.»

د ګرشک ښاروالي په تېرو میاشتو کې هم د ګڼو بنسټیزو او پراختيايي پروژو کارونه پیل کړي چې ځینې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. چارواکي وايي، د ښار د سړکونو، فاضلاب، او عامه ودانيو د رغونې چارې به دوام وکړي، څو خلک له ښاري اسانتياوو څخه لا زياته ګټه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام