Asset 1SWN

د سرپناه له نشتون د راستنېدونکو شکایت؛ « ټول افغانستان کې د کوټې ځای نه‌لرو»

کډوال-خېمې

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو دويم پړاو پیلېدو راهیسې زرګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنې شوي دي.

یوشمېر راستانه شوي سلام‌وطندار ته وايي، هېواد ته په راتګ خوښ دي، خو د سرپناه نشتون او وزګارتیا سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالهادي چې دوه اوونۍ وړاندې له پاکستان څځه هېواد  ته راستون شوی، له مسوولانو غواړي چې د ارامه ژوند تېرولو لپاره ځای ورکړي. دی زیاتوي چې هېواد کې یوې «کوټې ځای» نه‌لري او دې برخه کې له حکومت او مرستندویه بسټونو د لاسنیوي غوښتنه کوي.

هغه وویل: «دا چې د دويم ځل لپاره د مهاجرو د وتلو خبره شوه، نو موږ هم مجبوره شوو چې راشو خپل هېواد ته، خپل هېواد ته په راتګ خوشحاله يوو، خو په ټول افغانستان کې موږ د یوې کوټې ځای نه‌لرو چې ځان ته په‌کې موږ د سرپناه لپاره يو څه جوړ کړو، نو د اسلامي امارت نه‌مو غوښتنه ده چې  موږ ته د سرپناه لپاره ځای راکړي چې يوه سرپناه مو پيدا شي. دوی نه موږ د همکارۍ غوښتنه کوو.»

جاويد چې تازه له پاکستان څخه هېواد ته راستون او د انجینیري په برخه کې يې لوړې زده‌کړې کړي، وايي، د وزګارتیا له امله پر ذهني ناروغي اخته شوی دی. دی وايي، که د کار کولو زمینه ورته برابره نه‌شي، اړ دی چې هېواد پرېږدي.

نوموړي وویل، حکومت دې د هغو نمرو د وېش لړۍ پيل کړي چې کډوالو ته ځانګړې شوي دي. «دلته موږ ستونزې زياتې لرو. هلته موږ يو څه زده‌کړې وکړې، اسلامي امارت نه مو غوښتنه ده چې موږ ته د کاروبار زمينه برابره کړي. د سرپناه زمينه موږ ته برابره کړي. د مهاجرینو د راتګ پر وخت کې چې دوی د نمرو وعده کړې وه چې کډوالو ته به نمرې ورکول کېږي، که هغه نمرې توزيع شي، نو دا به ډېر ښه کار وشي.»

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن بيا ډاډ ورکوي چې د ټولو بېرته راستنو شویو کورنیو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د نوموړي په وینا، بېرته راګرځېدلو کورنیو ته به د ځمکو د وېش لړۍ ژر پیل شي او هغه راستانه شوي چې د سرپناه د جوړولو توان نه‌لري، د سرپرست حکومت او مرستندويه ادارو په مرسته به ورسره د سرپناه په جوړولو کې همکاري وشي.

هغه وویل: «د سرپناه لپاره مونږ پلان لرو، خو د دایمي سرپناه لپاره تراوسه کومه موسسه نشته چې کار یې شروع کړی وي، وعدې یې کړي دي، خو د دې خلکو دایمي سرپناه ضرورت دی. پاکستان ته یو یو کور تللی وو، خو اوس چې راځي څلور او پنځه کورونه شوي، نو دا مو له ټولو موسسو غوښتنه ده چې له دغو خلکو سره پوره همکاري وکړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، دامهال پاکستان کې شاوخوا درې نیم ميلينه افغان کډوال ژوند کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو په لومړي پړاو کې نږدې ۶ سوه زره افغانان په اجباري ډول هېواد ته راګرځول شوي چې هغوی هم وزګارتیا، د سرپناه نه‌لرلو او نورو ګڼو ستونزو څځه شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام