Asset 1SWN

د تورغونډۍ کمیسار: د دې بندر له لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

تورغونډۍ ۱

د هرات د تورغونډۍ بندر د کمیسارۍ مسوولان وايي، تېر ته په پرتله سږکال له دغې لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې.

د تورغونډۍ د کمیسارۍ مشر حضرت‌اغا نن یکشنبه، غبرګولې شپږمه سلام‌وطندار ته وویل، پخوا به د ورځې له سلو تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته دننه کېدل، خو اوس د ورځې تر ۵۵۰ باروړونکي موټر هېواد ته دننه کیږي چې تېر ته په پرتله زیاتوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «۵۵۰ موټر اوس تګ‌راتګ کوي چې ټکسي هم دي او په همدې اندازه هم بهر ځي او هم دننه راځي او تورغونډۍ بندر کې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرايي مدیر محمدیوسف امین وویل، د تورغونډۍ بندر له لارې تر ډېره له روسیې، قزاقستان، اوزبیکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه توکي افغانستان ته واردېږي.

هغه وویل، د سرپرست حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه کې له نښتو وروسته، د تورغونډۍ بندر له لارې بهر ته د افغان سوداګرو د توکو په صادرولو کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د روسیې، قزاقستان، اوزبیکستان او ترکمنستان سوداګریز توکي د تورغونډۍ له لاري افغانستان ته واردېږي او له هغه مهال راهیسې چې پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، سوداګرو پرېکړه کړې چې له دې لارې خپل توکي صادر کړي.»

له دې سره، یوشمېر افغان سوداګر د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې تورغونډۍ بندر کې لا ډېرې اسانتیاووې ورته برابرې کړي. افغان سوداګر غلام‌حبیب وویل: «غوښتنه مو دا ده چې هر څه معیاري وي، کرن معیاري وي او اطفایه ولري، معیاري پارک وي د موټرو لپاره او دفاتر ولري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ترکمنستان سره پوله کې د هرات د تورغونډۍ بندر له لارې تېل، ګاز، اوړه او نور د اړتیا وړ توکي هېواد ته واردیږي او له افغانستانه وچه مېوه او ګران بیه ډبرې نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام