په کابل او ولایتونو کې یوشمېر اړمنې کورنۍ وايي، د ژمي په رارسېدو سره د خوړو او سوند توکو د برابرولو توان نهلري او له مرستندویه بنسټونو او سرپرست حکومت څخه د مرستو غوښتنه کوي.
د غزني اوسېدونکې نازو وايي، دامهال د خپلو کورنیو لپاره د نفقې برابرولو لپاره اړ دي چې مزدوري وکړي او خپل ماشومان هم کار ته ولېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ در بدره یوو، کرایه کور کې پراته یوو، په خدای که هېڅ شی لرو، خپله تمام ورځ د عیال په نفقه کی وځمه. دربدره یوو، د ګټې څوک نهلرو، کاش کې مې ګټه وای، والله که می یوه روپۍ ګټلې وي.»
د غور اوسېدونکی عبدالکبیر وايي: «اووه کسان یوو او زه خپله له ملا فلج یم، زوی مې ۱۴کلن دی، له ښوونځي مې ووېست، څلور لارې کې سبزي پلوري، د ورځې سل افغانۍ ګټي، ژمی راغی، ډبرو سکاره او سوند توکي نهلرو.»
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په تازهګۍ سره ویلي، افغانستان کې ۲۳ میلیونه او ۷سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې څخه ۹ میلیونه او ۲سوه زره یې، ماشومان دي.
د دغه رپوټ یوه برخه کې ویل شوي: «د اسلامي امارت واکنمېدو څخه د دریو کلونو په تېرېدو، د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس ۲۳.۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. ۴۰ کاله نښتې او فقر د خوړو د نه خوندیتوب لامل دی. پرلپسې طبیعي پېښې، د ساري ناروغیو خپرېدل او کورنيو بېځایه شویو د دغو اړمنو کسانو شمېر نور هم ډېر کړی دی.»
همدارنګه د اوچا راپور کې ویل شوي چې افغناستان کې د ۲۳ میلیونه اړمنو کسانو له ډلې څخه ۹.۲ میلیون یې، ماشومان دي. له دې سره، ۱۳ کلن عبدالله چې هره ورځ ۱۲ ساعته ښار کې کار کوي وايي، د پلار د مزدورۍ په پیسو یې د کور ټول ضرورتونه نه پوره کیږي.
هغه وايي: «له سهار تر ماښامه کار کوم، ژاولې خرڅوم، پلار مې کار کوي، د ورځې څلور سوه افغانۍ کار کوي. دا د کور لګښت نهپوره کوي، زه هم کار کوم.»
تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا او د خوړو نړیوال سازهم هم ویلي وو، را روان ژمی افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر لوړ دی چې ورته د مرستو رسولو لپاره بودیجه هم نهلري.