د کابل ښار پر سړکونو د لاسي توکو یوشمېر ښځینه پلورونکې وايي چې د وزګارتیا، بېوزلي ډېرېدو او سرپرست نه لرلو له امله اړ شوي چې په لارو او کوڅو کې لاسي توکي وپلوري.
معصومه چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ماسک پلوري، سلاموطندار ته وايي چې د کارموندلو لپاره یې د کابل ښاروالي ترڅنګ د بېلابېلو دفترونو ور ورټکولی، خو په وینا یې، چا یې غږ نه دی اورېدلی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې زیاتوي چې د ماسک پلورلو له لارې د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي چې دغه پیسې یې یوازې د اولادونو پر لومړنيو لګښتونو مصرفېږي.
هغې وویل: «له مجبوریته راغلې یم، د پنځو ډوډیو لپاره دلته ناسته یم. وچه ډوډۍ اخلم او اولادو ته مې وړم. سرپرست نهلرم. له ادارو غواړم چې ماسره مرسته وکړي، څو نورې سرک ته رانهشو. که همداوس ماته یوه دنده پیدا شي، که ۵۰۰۰ افغانۍ یې هم معاش وي، زه کار کوم. پاککاري وي، ښاروالي ته څو ځله لاړم، زه یې ونه ګومارلم.»
لیلما چې د کابل ښار یوې بله څنډه کې په خپله لاسي ګاډۍ «کراچۍ» کې معدني اوبه پلوري، وايي، د اوبو هر بوتل کې دوه افغانۍ ګټه کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ او اولادونو اړتیاوې پوره کوي.
لیلما وویل: «کور کې کارګر نه لرم، اړ یم چې اوبه وپلورم. له یوه بوتله اوبه دوه افغانۍ ګټم، درې میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې نه ده ورکړې، دوه کاله کېږي چې اوبه پلورم. یو ماشوم مې له لوږې پر خوارځواکۍ اخته شوی. مرسته راسره نه ده شوې. سرپرست نهلرم، له سهاره تر ماښامه کېنم، څوک اوبه هم راڅخه نه اخلي.»
د لاسي توکو یادې پلورونکې له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي. په همدې حال کې د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې وايي چې حکومت یادو ښځو ته د کاري فرصتونو برابرولو سره کولای شي چې له ښاره د دوی د شمېر زیاتېدو مخه ونیسي.
د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وویل: «یوه لاره چې حکومت کولای شي، د لاسي توکو ښځینه پلورونکو مخه ونیسي، همدا ده چې دوی ته کاري زمینه برابره کړي. که د کار زمینه برابره شي، نه به مېرمنې او نه به هم ماشومان پر سرکونو لاسي توکي وپلوري.» د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزی وايي چې د کابینې پرېکړې له مخې، دوی د لاسي توکو پلورونکو د منظمولو لپاره عمل کړی دی.
هغه وویل: «کابل ښاروالي دې برخه کې خپل فعالیت کړی، موږ ته جنسیت مطرحه نه دی، موږ ټولو لاسي توکو پلورونکو سره د نظم برخه کې قانوني عمل کړی. کابل ښار باید منظم ښار وي او ښاروالي د کابینې پرېکړې له مخې، د لاسي توکو منظمولو لپاره لازم اقدامات کړي دي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نشرانو امر سمېعالله ابراهیمي وايي چې دغه وزارت نږدې راتلونکې کې د ښځو لپاره د حرفې زدهکړې یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
هغه وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغه مېرمنې چې سرکونو کې لاسي توکي پلوري، د کمېټې له لارې راټولوي او دغه وزارت د یوه پروګرام له لارې دوی ته حرفوي زدهکړې ورکوي چې په تطبیق سره به یې یادې مېرمنې له بېوزلي څخه خلاصې شي.»
که څه هم هېواد کې اړمنو سره د لاس نیولو لپاره ګڼشمېر نړیوالو بنسټونو مرستې کړي، خو د کابل پر سړکونو د لاسي توکو ښځینه پلورونکو شمېر زیاتوالی دا ښيي چې لاهم افغانان د بېوزلۍ په څپو کې ایسار او مرستو ته اړمن دي.