Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره د لارو تړل کېدو سوداګر مالي زیانونو سره مخ کړي

IMG-20251012-WA0028

وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړ، په مقابل کې يې اسلامي امارت پر فرضي کرښه د پاکستان پوستې په نښه کړې چې له دې جګړې وروسته د دواړو هیوادونو ټولې سوداګریزې لارې هم تړل شوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو سره نه یوازې دا چې مسافرو ته ګڼې ستونزې جوړې شوې، بلکې د دواړه هیوادونو ترمنځ سوداګري هم اغېزمنوي.

د خوست د سوداګرو ټولنې رییس انور تڼی وايي، د سوداګریزو لارو له تړل کیدو سره سلګونه موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

نوموړی زیاتوي، له دې لوري تازه مېوې او یو شمېر سبزیجات پاکستان ته وړل کیږي چې د لارې بندېدو سوداګر له زیان سره مخ کړي.

«سوداګر د امن سفیران دي، باید زیان نه‌شي، څو څو ځله زمونږ سوداګرو ته په مېلیادرونو زیانونه واوښتل چې نور له پښو غورځیدلي. فعلا زمونږ د صادراتو موسم دی چې زمونږ مېوه جات او سبزیجات پاکستان ته روان دي. له هغې خوا نه داسې ډېر څه نه راځي که راځي یوازې سیمېنټ یا وریجې راځي که داسې لاره بنده وي لکه دا اوس چې څو ځلې مخکې هم داسې وشول، مونږ په مېلیاردونو تاوانونه ولیدل، اوس چې له پرون راهیسې بیا له دې ستونزې سره مخ یو، زمونږ یو هر سوداګر تر ۶ یا ۷ مېلیونه افغانیو پورې زیان لیدلی.»

همداشان ننګرهار کې یو تن سوداګر او د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي غړی زلمی عرب وايي، پاکستان تل سیاسي مسایل له اقتصادي هغو سره یو ځای کړي.

د ده په وینا، د لارو بندښت د دې ترڅنګ چې سوداګرو ته په لویه کچه زیان اړوي، په بازارونو کې د توکو پر قېمت هم اغېز کوي چې ورسره دواړه لورو ته د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«دغه اجناس چې رانشي هم د افغانستان وزارت مالیې عواید کمیږي، بل چې دی افغانستان کې چې اجناس لږ کمیږي، خامخا په اجناسو باندې اثر پرېوځي، اجناس ګرانیږي. مظلوم خلک دي، بېچاره خلک دي په واقعیت دوي ته صدمه واردیږي. د اېران له لارې د بندرعباس له لارې هلته د امریکا لخوا تحریمات لګیدلي دي، د بانک له لارې مونږ پیسې نشو لیږلی، او بل موضوع داده چې د اېران له لارې اجناس هم ګران تمامیږي نو په واقعا د افغانستان خصوصي سکټور او سوداګرو ته دا ډېره لویه معضله ده.»

اخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د لارو تړل د دواړو خواوو سوداګر زیانمنوي.

نوموړي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، یوازې د موټر درېدل کولی شي په ورځني ډول سوداګرو ته تر یو نیم میلیون ډالرو پورې زیان ورسوي.

ښاغلي الکوزي وویل، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له لارې د هغې خوا له سوداګرو سره یو ځای یې هڅې پیل کړي چې د سوداګریزو لارو بیرته خلاصیدو ته زمینه برابره شي.

«د افغانستان او پاکستان دواړو لورو ته ډېر زیانونه اوښتي دي. د ورځې چې له یو نیم زر څخه تر دوه زره پورې موټر ودریږي، نو خپله دا توقف تقریبا یو مېلیون یا یو نیم مېلیون ډالره زیان خلکو ته رسیږي. د خصوصي سکټور د مشترک اتاق له لارې نه مونږ د پاکستان له تجارانو سره هم په همدې بوخت یو او خبرې کوو. د دواړو خواوو غوښتنه داده چې دا مسایل حکومتونه د سولې او ډېپلوماسۍ له لارې نه حل کړي.»

و موغوښتل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو لارو تړل کېدو اړوند د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم راواخلو، خو له ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانېدو.

د یادونې ده چې دامهال تورخم، غلام‌خان، سپین‌بولدک او نورو لارو کې په سلګونه موټر چې د نورو توکو ترڅنګ په انګورو، انارو، رومیانو او نورو سبزیجاتو بار دي، د لارو بندېدو په دلیل درول شوي چې د ځینو محصولاتو د ژر خرابېدو اندېښنې هم شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام