Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند ګرمسېر کې ۱۰۴ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې

1000152307

د هلمند محلي چارواکي وايي چې د دغه ولاین په ګرمسېر ولسوالي کې ۱۰۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دا پروژه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ پلې شوې، د یادې ولسوالي د دورزو کلي ۱۰۴ کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وایي: «د دې پروژې ټول لګښت (۲۹۵۰۰۰۰) افغانۍ و چې په‌کې یوه لس متره مکعبه ذخیره، ۵۵۰ واټه سولر تخته، ۹۵۸ متره پایپ او ۵۳ نلکې شاملې دي. دا پروژه د تخنیکي معیارونو مطابق بشپړه شوې او د خلکو ژوند ته مثبت بدلون ورکوي.»

د سیمې یو اوسېدونکی حاجي عبدالله چې له پاکو اوبو برخمن شوی، وايي: «پخوا به مو د څښاک اوبه له ډېرو لرې ځایونو راوړلې؛ اوس چې زموږ کلي ته دا اسانتیا راغله، ماشومان مو له ناروغیو خوندي شول، او موږ ډېر خوښ یو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ګرمسېر روغتیايي کلینیک  ډاکټر سیداحمد هم د دې پروژې روغتیایي ارزښت ته اشاره کوي: «د ناپاکو اوبو له امله د ماشومانو او ښځو ترمنځ ډېرې ناروغۍ لیدل کېدې، لکه اسهالات، د پوستکي ناروغۍ او د خېټې انتانات. د پاکو اوبو دا ذخیره د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام دی.»

چارواکي همداراز وايي، په پروژه کې لسګونه کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې وه چې له اقتصادي پلوه یې هم د خلکو پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.

یوه کارګر کریم‌الله وایي: «موږ چې د دې شبکې په کار کې برخه اخیستې، نه یواځې مو کار زده کړ، بلکې خپل ورځنی مصروفیت مو هم پیدا کړ.»

دا پروژه نه یوازې د اوبو د لاسرسي برخه کې یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي، د سیمې د خلکو په روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ژوند کې هم بدلونونه راوستلای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام