Asset 1SWN

د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې

WhatsApp Image 2025-10-15 at 10.49.17_27a84cb8

پکتيکا کې سرچینې وايي چې د یاد ولایت په تروه ولسوالي کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.

له يادې سيمې ځايي سرچينو سلام‌وطندار ته تایید کړې چې د تروه ولسوالي دوو سيمو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې چې لاهم دوام لري.

سرچينې وويل چې په ياده جګړه کې سپکې او درنې وسلې دواړو خواوو کارول کېږي. د جګړې په تړاو لاهم د پکتيکا ولايتي مسوولانو تراوسه په رسمي توګه څه نه‌دي ويلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له پکتیکا سربېره په سوېل کندهار کې هم د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نن چهارشنبه، تلې ۲۴مه له غرمې مخکې جګړه رامنځته شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې جګړه کې دولس ملکیان شهیدان شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

پر کابل د پاکستان د ډرون برید وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په وقفي توګه جګړه کېږي چې درنې او سپکې وسلې هم په‌کې کارول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام