Asset 1SWN

د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته؛ ډنډپټان کې پنځه ملکیان وژل شوي

ډنډپټان- ډیورنډ

یوې حکومتي سرچیڼې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه «جمعه، غويي۲۷مه» ډنډپټان ولسوالي کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستان ملېشو ترمنځ يو ځل بيا سخته جګړه شوې.

د سرچینې په وینا، جګړه د شپې شاوخوا يوه بجه رامنځته شوې چې پنځه ساعته يې دوام کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچينه زياتوي چې په یاده جګړه کې د پاکستاني لوري له‌خوا په ويشتل شويو راکټي بريدونو کې ډنډپټان ولسوالي کې درې ملکیان  وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

سرچينې همداشان وويل چې پاکستان اړخ ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې په ډاګه نه‌کړه.

ډنډپټان ولسوالي کې د ډنډې کلي اوسېدونکي مامور سلام‌وطندار ته وويل چې د یادې جګړې پرمهال په دغه ولسوالي کې  پنځه ملکیان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه دوه ملکیان د کنګينه کلي، دوه د اندړو کلي او يوه مېرمن د خرکي کلي اوسېدونکي دي چې وژل شوي دي. هغه وويل ټپيان هم د يادو کليو دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وويل ډنډپټان ولسوالي کې د کرښې سره نږدې ټولې کورنۍ نورو خوندي سيمو ته وتلې دي. نن څلورمه ورځ ده چې پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني لوريو ترمنځ نښته رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام