Asset 1SWN

سلام وطندار

چین سږکال د ویډیويي ګېمونو له درکه ۴۲.۶ میلیارډ ډالر ترلاسه کړي

ویډیويي کېم

چین کې چارواکي وايي چې سږکال دغه هېواد کې د ویډیويي ګېمونو بازار بېرته غوړېدلی او عوایدو کې یې ۱۳سلنه لوړوالی راغلی دی.

د چارواکو په وینا، سږکال د ویډیويي ګېمونو له درکه څه باندې ۳۰۳ میلیارډ یووان چې «۴۲.۶ میلیارډه ډالر» کېږي، عواید ترلاسه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چین ګوانګ‌ژو کې د یوه کنفرانس پر مهال د صنايعو ټولنې «CGIGC» وویل چې سږکال د لومړي ځل لپاره کورني عواید له ۳۰۳ میلیارډ یوانو څخه پورته شوې دي.

دوی همداراز زیاته کړه چې چین کې د ګېمونو کاروونکو شمېر هم ۰.۶۱ سلنه زیات شوی چې د ریکارډ په کچه ۶۶۸ میلیونه کسانو ته رسېږي، کوم چې د شمالي امریکا له د ټول نفوس په پرتله ډېر دي.

چین تېرکال شاوخوا اته میاشتې دغه هېواد کې پر ویډیويي ګېمونو بندیزونه ولګول چې له امله یې له دې لارې په کورنیو عوایدو کې د پام وړ کمښت راغلی و، خو سږکال د دې بازار په غوړېدو سره یې عواید د پام لوړ شوې دي.

چین پر ویډیويي ګېمونو د ځوانانو د روږدي کېدو مخنیوي له امله پر ګېمونو ځینې محدودیتونه لګولي و.

په ورته مهال له چین بهر د چینايي ګېمونو له درکه عواید وروسته له هغې کم شول چې ځینو هېوادونوله هغې ډلې هند د ملي امنیت لاخوندیتوب په پار بندیزونه رامنځته کړل.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روان کال له بهرنیو بازارونو د چینايي ګېمونو عوایدو کې ۵.۶۵ سلنه کمښت راغلی چې ۱۶.۳ میلیارډ ډالره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام