Asset 1SWN

لوګر کې پر ۱۰۰ بې‌وزله مېرمنو چرګانې وېشل شوي

فارمت برای تصویر

د لوګر د اقتصاد ریاست چارواکي وایي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د «NAWA» موسسې په مالي ملاتړ له ۱۰۰بې‌‌وزله مېرمنو سره د چرګانو مرستې شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مطبوعاتي مسوول جلیل‌الرحمن ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مرسته د بره‌کي برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو پر ۱۰۰ هغو مېرمنو وېشل شوې چې خورا بې‌وزله دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، هرې بې‌وزله مېرمنې ته (۲۵) چرګې (۱۵۰) کيلو د چرګانو خوراکه، درې دانې‌دانه خوري او ۳ دانې اب‌خورې وېشل شوي دي.

بې‌وزله مېرمنې هم خوښې دې چې د اقتصاد او کرنې ریاستونو په همکارۍ ورسره د چرګو مرسته وشوه، خو دوي ټینګار کوي چې ورته مرستې دې په لروپرتو ولسوالیو کې بې‌وزله مېرمنو سره په دوامداره توګه وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې پر بې‌وزله او کونډو مېرمنو چرګانې وېشل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام