د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا هغه هېواد ته د افغانستان پر واردېدونکو توکو د ۱۰سلنه تعرفې لګولو په غبرګون کې وايي چې دغه تعرفه دې لغوه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري مرستیال میر زمان پوپل سلاموطندار ته وايي چې د افغانستان پر واردېدونکو توکو لس سلنه تعرفه باید لغوه شي.
هغه وویل: «باید دا تعرفه لرې شي او افغانستان ته بای ترجیحي تعرفې په پام کې ونیول شي، ځکه افغانستان تازه له جګړې راوتلی او د پرمتګ حال دی چې امریکا باید ورسره مرسته وکړي، څو باکیفیته توکي هغه هېواد ته صادر کړو.»
پوپل زیاتوي چې اوس مهال امریکا ته د افغانستان صادرات له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې زیات شوي دي. د نوموړي په وینا، ۱۴۰۲کال کې امریکا ته د افغانستان صادرات ۵.۷ میلیونه ډالر او تېرکال بیا نږدې نهه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
هغه وویل: «له افغانستان امریکا ته صادرات د ډېرېدو په حال کې دي او باید تعرفې لرې شي او ترجیحي تعرفې افغانستان ته په نظر کې ونیول شي. د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ تبادله له ۳۵ تر ۴۰ سلنې لوړه شوې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د افغانستان په ګډون ګنو هېوادونو باندې د بېلابېلې کچې تعرفې ولګولې، څو د سوداګرۍ کسر کم کړي او د هېواد کورني تولید ملاتړ وکړي.
د افغانستان د وچو مېوو د پروسس او صادرونکو ټولنې چارواکي وايي، پر افغانستان د ټرمپ له لوري لګول شوې تعرفه به هغه هېواد ته د افغاني توکو د صادراتو کچه کمه کړي.
د افغانستان د وچو مېوو د پروسس او صادرونکو ټولنې مشر عبدالقاسم امرخېل له امریکا څخه غواړي چې پر خپله پرېکړه بیاغور وکړي.
هغه وویل: «پر افغانستا چې امریکا لس سلنه تعرفه لګولې، له امریکا غواړو چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړو، څو د افغانستان صادرات ډېر شي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو ته پر ټولو واردېدونکو توکو لس سلنه تعرفې لګولو سربېره، له چین څخه په وارداتو ۳۴سلنه تعرفې او د اروپایي ټولنې او نورو هېوادونو پر وارداتو شل سلنه تعرفې هم لګولي دي.