بې‌پولې ډاکټران: کونړ کې د بې‌ځایه شویو کورنیو وضعیت اندېښمنونکی دی

د بې‌‌پولې ډاکټرانو سازمان راپور ورکړی چې د تېرو لسو کلونو پرمهال د کونړ زلزله تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښه وه چې له امله یې، ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د یاد سازمان مسوولان وايي چې له زلزلې وروسته یې، د لومړیو ورځو پرمهال درېوو روغتونونو ته په بېړنۍ توګه مرستې رسولې دي.

کار او کورنی فشار؛ د ملاتړیز قانون نشتوالي اومېندوارې مېرمنې اغېزمنې کړي

«زه هېڅ د استراحت فرصت نه‌لرم. له سهاره تر ماښامه د کور کارونه، د دوو ماشومانو پالنه، هر څه زما پر غاړه دي. یوازې یو ځل مې هغه هم په قرض قابله ته ځان رسولی دی. د خاوند کورنۍ مې نه بیايي، وايي ضرورت نشته. خاوند مې ډېر بې‌پروا دی، هېڅ پام نه کوي. د هغه کورنۍ مې بیا تل راته طعنې وايي چې ولې کار نه کوې او ولې کمزورې یې. هېڅ څوک مې د حال پوښتنه نه کوي. هغه خواړه چې د امېدوارو ښځو لپاره مهم دي، زموږ په کور کې ډېر کم پیدا کېږي.»

یوشمېر کورنۍ اوس هم ماشومتوب کې نجونې ورکوي

د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۱۱ ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې دغه مېرمنې د خپلوۍ پاللو، د کورنۍ او مالي اختلافونو د حل او یا هم له ستونزو څخه د تېښتې لپاره د خپلې کورنۍ مشرانو له لوري په کوچني‌والي کې د بل په نوم شوي.
موندنې ښيي چې دغه نجونې د بلوغ دورې ته له رسېدو وروسته مجبوره وې داسې یو چا سره واده کول قبول کړي چې هېڅ رول په کې نه‌لري.

د غزني په کرنه کې د مېرمنو ونډه

غزني د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ۱۸ ولسوالي یې د کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره ښه او مناسبه هوا لري. په ورته مهال کرنه او د څارویو ساتنه کې د یاد ولایت د مېرمنو ونډه، د پام وړ ده.

نسیمه چې له دوو کلونو راهیسې په یوې شنه‌خونه کې کار کوي، وايي چې د یاد کار له عوایدو رضایت لري او د دې کار د مدیریت اړوند لارښوونې یې، د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو له لارې زده‌کړې دي.

کور کې زېږون؛ وروستۍ هیله لومړی ګواښ

 سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۲ مېرمنو سره چې په کور کې یې، زېږون کړی او ۲۰ قابلو سره د مرکو پرمهال موندلې چې له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، ناسمو دودنو، د عامه پوهاوي کموالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې ځان او د ماشوم ژوند خپل برخلیک ته وسپاري.

ډاکټران: د اومېندواري شکر د مور او ماشوم ژوند ګواښي

د نسايي-ولادي برخې متخصصه زرغونه محبت وايي چې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې مراجعه‌کوونکې اومېندوارې مېرمنې د اومېندواري پر دیابت اخته دي. نوموړې له وخت وړاندې یا د زېږون پرمهال د ماشوم له لاسه ورکول، لوړ وزن، د وینې لوړ فشار او نور لاملونه پر دې ناروغۍ د اخته‌کېدو د پایلې په توګه یادوي.

خوست کې درې کسان د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیول شوي

د خوست امنیه قومنداني څخه نن ورځ يکشنبه په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان نیولي چې د یوې بلې پیغلې نجلۍ د تښونې هڅه یې کوله او په جبر یې د نجلۍ له خوښې پرته نکاح ته اړ ایستله.

بواسیر ناروغي؛ ډاکټران: پر جنین اغېز نه‌لري

په لغمان کې روغتیايي کارکوونکي وایي چې د بواسېر یا «هموروئید» ناروغي د اومېندوارو ښځو ترمنځ یوه عامه ستونزه ده چې ډېری وخت د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې رامنځته کېږي. که څه هم دا ناروغي په مستقیم ډول پر جنین اغېز نه کوي، خو د مور لپاره د درد، خارښت، وینې بندښت او رواني فشار لامل ګرځي.

ښاري ژوند د پلارونو، مېندو او ځوانانو ترمنځ نسلي واټن ډېر کړی

له ۳۲ ځوانانو (۱۶ نجونو او ۱۶ هلکانو) او یوشمېر ټولنپوهانو سره د «سلام وطندار»‌ د مرکو پایلې ښيي چې په افغانستان کې د نسلونو واټن په ښارونو کې تر کلیو په پرتله ډېر ژور دی؛ هغه ځای چې تکنالوژۍ، ټولنیزو شبکو او د ژوند نوې بڼې د ځوانانو نړۍ له خپلو پلرونو او مېندو جلا کړې ده.

کورنۍ کې تبعیض؛ نجونې: هلکان له موږ غوره ګڼل کېږي

یوشمېر نجونو سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه‌ سړېدو او په پایله کې د بې‌ارزښته‌کېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.

ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځان‌باوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي.

د اساسي او ملاتړو قوانینو نشتوالی د افغان کسب‌ګرو مېرمنو ستونزه شمېرل کېږي

یوشمېر حقوق‌پوهان وایي، د ښځو د ملاتړ لپاره د روښانه او ځانګړو قوانینو نشتون، په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې چې د ښځو د فعالیت له لږو فرصتونو څخه شمېرل کېږي، ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

د سینې سرطان؛ دېر وزن، هورموني درمل او سترس یې لاملونه دي

افغانستان کې د «سرطان د تشخیص او درملنې» یا این‌سي‌سي‌پي روغتون مسوولان وايي چې د مېرمنو د پوهاوي کچې کموالی، پر وخت د درملنې لپاره روغتونونو ته نه مراجعه او د درملیزو خدمتونو کمښت، لامل شوی چې هېواد کې ښځې د سینې پر سرطان اخته شي.

ژمی او منی؛ له لوږې او سړو سره د کلیوالو مېرمنو د مبارزې کیسه

کله چې منی راشي، کلي د  ژېړوپاڼو په جامه کې ښکلا ومومي؛ خو د کلي ښځو لپاره دا ښکلا د ژمي سختۍ او د خوراکي توکو د کمښت نښه ده. هره پاڼه چې له څانګې جلا کېږي، د یخنۍ او اوږدې مبارزې یادونه کوي.

اوس د کلیو مېرمنې د یوې غلې او راتلونکې یخنۍ سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي. دوی د لرګیو ذخیره کولو ترڅنګ، د قروتو او زېړو غوړیو سربېره، وچه مېوه او ځینې نور بیا چهارمغز، د پیازو او رومیانو وچولو باندې لګیا دي.

کونړ کې روغتیاپالان: بدن کې د کلسیم کمښت د ښځو روغتیا ته جدي ستونزې پېښوي

کونړ کې یو شمېر روغتیاپالان وايي، په بدن کې د کلسيم کموالی د هډوکو کمزوري، د غاښونو خرابوالی او د نورو روغتيايي ستونزو لامل ګرځي، ددوی په خبره په ځانګړې ډول د ښځو لپاره جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي.

افغانستان کې لوړ عمرلرونکې مېرمنې د ملاتړیزو مرکزونو له کمښت شکایت لري

له ۲۵ لوړ عمرلرونکو مېرمنو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې دغه قشر له پامه غورځول شوی او له یوې نړۍ غمونو سره اوس د ژوند له پاڼې هم لوېدلې دي.

سلام‌وطندار په ۱۶ ولایتونو کې له یادو مېرمنو سره مرکې کړي چې د بې‌وزلي، سرپرست نشتوالي، د زوی یا لور نشتوالي او ټولنیز ملاتړ نشتون له امله، خپل ځان بې‌ارزښته او له هېره ایستل شوی بولي.

له ۴۰کلنۍ وروسته اومېندواري؛ ډاکټران: ځینې خطرونه لري

دا دوره له جسمي او رواني اړخه خپلې ستونزې لري او له ټولنیز او طبي پلوه کولای شي چې پر مېرمنو ډېر فشار راوړي. هغه مېرمنې چې له څلوېښت کلنۍ وروسته فاریاب کې اومېندواره شوي، له جسمي ستونزو سربېره، د مالي او معنوي ملاتړ نشتوالي او کورنیو شکایت لري.