سروهای پژمرده؛ شعري ټولګه چې د شاعرې له حضور پرته کرهکتنې ته وړاندې شوه
د ژوند ناخوالې شېبې د شعر په ویلو خوږې کوي. د ژوند هره شېبه یې، شعر پورې تړلې او له شعر پرته ژوندکول ورته له تصور لرې دی. «ژوند له شعر پرته امکان نهلري. کله چې یو څوک خوړو سره مینه لري، یا د خوښې رنګ چې تل یې، غواړي، وېکاروي، شعر هم همداسې دی؛ له شعر پرته د ژوند تصویر نهکېږي او ژوند نهشي کولای.»