بندامیر لوبډلې په شپږیزه لیګ کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالي نن دوشنبه، زمري ۲۲مه په کابل کې کرېکټ لوبغالي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې بندامیر ډراګنز لوبډلې د سپین غر ټایګرز پر وړاندې لوبه وکړه چې دغه لوبه یې، د ۱۹ منډو په توپیر وګټله.

له ۳۲ ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۵ یې د خوښې تفرېح ته لاسرسی نه‌لري

د هېواد په یوولس ولایتونو کې له ۳۲ نجونو او هلکانو سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې د یادو ځوانانو له ډلې، ۲۵ هغه یې، د خپلې خوښې تفرېحې ته لاسرسی نه‌لري. په دغه سروې کې د کابل، جوزجان، تخار، کندوز، بامیان، بادغیس، سرپل، فراه، کاپیسا، ننګرهار او فاریاب ولایتونو له ځوانانو سره مرکې شوې دي.

احسان جنت د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت د فساد له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې احسان جنت د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع کړی دی.

سریلانکا نن له هند سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د سریلانکا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن یکشنبه، اګسټ څلورمه دواړه لوبډلې د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیل شي.

افغانستان په لومړي ځل له سويلي‌افریقا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي

د افغانستان کرېکت ملي لوبډله به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په خپل کوربه‌توب د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان لوبډله به شارجه کې د سوېلي‌افریقا پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

راشدخان شل اووره نړیوالو لوبو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان په نړیوالو شل اووره سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

نوموړی په نړیواله کچه دویم لوبغاړی دی چې دومره وېکټې ترلاسه کوي. د وېسټ انډیز ډېوېن براوو په نړیواله کچه لومړی لوبغاړی دی چې په شل اووره سیالیو کې یې، تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.

فرانسه کې د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالیو پیل

د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالۍ پرون د فرانسې په پاریس ښار کې پرانېستل شوې او ټاکل شوې چې درې اوونۍ دوام وکړي.
د المپيک د نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې به د ٢٠٦ هېوادونو د بېلابېلو لوبو څه باندې لس‌نیم زره لوبغاړي برخه واخلي.

 اېن‌بې‌اې له درېوو شرکتونو سره د ۷۷میلیارډ ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

اېن‌بې‌اې «نېشنل باسکېټ‌بال اسوسیشن» د لوبېدو خپرېدو ۱۱کلن هوکړه‌لیک چې ارزښت یې، ۷۷ میلیارډ ډالر دی، له امازون، ډیزني او کامکاسټ شرکتونو سره لاسلیک کړ.

اېن‌بي‌اې په وروستیو شېبو کې د وارنر بروز وړاندیز ونه‌مانه او له دغه رسنیز شرکت سره یې، د شاوخوا ۴۰کلنو کار وروسته، هوکړه‌لیک لغوه کړ.

اسپانیا د څلورم ځل لپاره د اروپا ملتونو فوټبال جام وګاټه

د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په پای‌لوبه کې بېګاه شپه انګلستان له اسپانیا سره سیالي وکړه چې دغه لوبه ۲-۱ د اسپانیا په ګټه پای ته ورسېده.

اسپانیا په دې بریا سره د څلورم ځل لپاره د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله.

ارجنټاین د ۱۶م ځل لپاره د کوپا امریکا اتلولي وګټله

دفاعي اتلې لوبډلې ارجنټاین نن یکشنبه، جولای ۱۵مه د کوپا امریکا فوټبال سیالیو په پای‌لوبه کې کلمبیا ته ۱-۰ ماته ورکړه او د ۱۶م ځل لپاره یې، دغه اتلولي وګټله.

دغه لوبه چې په ۹۰ دقیقو کې له ګول پرته پای‌ته ورسېده، د اضافي دقیقو په ۱۱۲مه دقیقه کې ارجنټاین ته لوتارو مارټینز ګول‌وهنه وکړه او په همدې یوه ګول یې بریا ترلاسه کړه.

امیدوطن لوبډلې د مرکزي زون فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

د ځوانانو راډیو فوټسال جام د مرکزي زون سیالي چې دا ځلې په غزني کې جوړې شوې وې، د میدان‌وردګ د امېدوطن لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالي د غزني، میدان‌وردګ‌، بامیان او دایکندي ولایتونو د فوټسال لوبډلو ترمنځ پرون جمعه، چنګاښ ۲۲مه په غزني ښار کې جوړې شوې وې.

د اروپا ملتونو فوټبال جام دویمه نیمه پای‌لوبه نن شپه کېږي

د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په دویمه نیمه پای‌لوبه کې نن د انګلستان فوټبال ملي لوبډله له نیدرلندز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د جرمني د سیګنال اېډېنا پارک لوبغالي کې پیل شي.