
افغانستان د نړیوال جام ګروپ لوبې په ماتې پای ته ورسولې
د کرېکټ شل اووره سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو لوبو په لړ کې د یاد جام له سي ګروپ څخه نن افغانستان دغه ګروپ کې له وېسټانډیز سره وروستۍ لوبه وکړه.
په یاده لوبه کې وېستانډیز لوبډلې افغانستان ته د ۱۰۴ منډو ستره ماته ورکړه. وېستانډیز دې لوبه کې ۲۱۹ منډې وکړې چې افغان لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۱۱۴ منډې جوړې کړې.














