
د ورزش نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: ورزش یووالی او متقابل درناوی زیاتوي
ملګري ملتونه وایي چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي.
یاد سازمان نن (دوشنبه، د وري ۱۷مه) د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.














