حقاني امنیتي ځواکونو ته: ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتئ

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، امنیتي ځواکونه دې د مشرانو د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي او له ولس سره دې غوره تعامل او متقابل احترام وساتي.
هغه ویلي، تراوسه یې نه دې اورېدلي چې د اسلامي امارت د مشر فرامینو پلي کېدو کې دې سستي راغلي وي، خو بیا هم امنیتي ځواکونه دې د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد: د داعش غړو نیونې زمونږ د خپرو شوو مالوماتو پایله ده

وروسته له هغې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ترکیې د استخباراتو له لوري د داعش د یو لوړپوړي غړي محمد ګورن د نیول کېدو خبر خپور شو، د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا ډول نیونې د هغو مالوماتو پایله ده چې د دوی له‌خوا د داعش په اړه نړیوالو سره شریک شوي.
هغه ټینګار کړی چې د داعش پالنه او ملاتړ باید پایته ورسېږي.

د لیبیا د پوځ مشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

د ليبيا د پوځ مشر چې ترکیې ته په رسمي سفر تللی وو، الوتکه یې انقره کې له پورته کېدو وروسته بېرته غورځېدلې او وژل شوی.

د راپورونو پر اساس، دغه پېښه کې د ليبيا د پوځ مشر محمد علي احمد الحداد، د ځمکنيو ځواکونو مشر، د نظامي صنايعو مدير، د ليبيا د پوځ لوی سلاکار او‌ د پوځ د دفتر عکاس هم وژل شوي.

د ليبيا لومړي وزير عبدالحمید دبیبه دغه پېښه تایید کړې او دا يې د خپل هېواد لپاره لويه ضايعه بللې.

د پاکستان پوځ: خیبرپښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي ۹ وسله‌وال وژل شوي

د پاکستان پوځ یوه بیانیه کې ویلي چې خیبرپښتونخوا ایالت کې د جلا امنیتي عملیاتو پرمهال د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي ۹ غړي وژل شوي.
دغه عملیات د خیبرپښتونخوا ایالت «اسماعیل‌خان دره» او «بنو» کې شوي.
بیانیه کې راغلي چې اسماعیل خان دره کې د عملیاتو پرمهال ۴ او بنو کې هم تر سختو نښتو وروسته پنځه وسله‌وال وژل شوي.

اسټرالیا کې د ډزو پرمهال د وژل شويو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

د اسټرالیا د سیډني «بونډي ساحل» سیمه کې پر یهودانو د ډزو پېښه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ او د ټپیانو ۴۰ ته لوړ شوی.
د راپورونو له‌مخې، پولیسو نن دوشنبه ویلي چې دوه مشکوک برید کوونکي پلار او زوی وو.
د بریدګرو هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو ۵۰ کلن مشکوک برید کوونکي پلار وژل شوی او ۲۴ کلن زوی یې په سخت ټپي حالت کې بستر دی.

د امریکا برون پوهنتون کې د ډزو پرمهال ۱۱کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د امریکا د شمال ختيځ ايالت روډ ايلنډ په «برون» پوهنتون کې يوه وسله‌وال پر محصلانو ډزې کړي چې په کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د یوه حالت نازک ښودل شوی.

د راپورونو پر اساس، مشکوک بريدګر تورې جامې اغوستې وې او پلی د بريد له ځايه په تېښته بريالی شوی.

سراج‌الدین حقاني: د ځانګړو ځواکونو په لاسته راوړنو دښمن هم اعتراف کوي

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، د ځانګړو ځواکونو په وړتیا او لاسته‌راوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.
ښاغلي حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.

پر سپین‌بولدک د پاکستان بریدونه؛ پنځه کسان شهیدان او پنځه ټپیان دي

سرچینې څرګندوي چې په تازه بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، د سیمې ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو له امله اړ شوي چې خپلو کورونو پرېښودو او خوندي ځایونو ته لاړ شي.

لوګر کې د ۳۹ غلاوو په تور څلور کسان نیول شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د محمداغې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې څلور کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د غلاوو په تور نیول شوي دي.

چارواکي وایي، یاد کسان په نږدې ۳۹ قضیو کې په غلا تورن دي چې د خلکو له کورونو، دوکانونو، جوماتونو او سړک پر غاړه ځای پر ځای شویو وسایطو څخه یې بېلابېل توکي وړې دي.

متقي: ځینې کړۍ غواړي د افغانستان او تاجیکستان امنیتي همکاري زیانمنه کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته شوې، خو په وینا یې، ځینې کړۍ هڅه کوي، دغه مثبته فضا زیانمنه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې دي.

خوست کې سبا پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

د خوست ولايت مقام څخه نن دوشنبه، لیندۍ لسمه،  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا سه‌شنبه، لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي شریعت د احکامو د تنفیذ او تطبیق په لړۍ کې، د اسلامي امارت قضایي ارګانونه، د علیشیرو او تریزيو ولسوالي اړوند دردونکي پېښې د یوه قاتل په اړه د قصاص حکم عملي کېږي.

فراه کې شراب‌جوړونکي او کوډګر نیول شوي

فراه کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کوډکر او درې شراب‌جوړونکي نیول شوي دي.

د فراه د امربالمعروف او نهې‌‌عن‌المنکر رییس عبدالحمید صمیم وايي چې دغه کسان پرون سه‌شنبه، لیندۍ څلورمه، د بالابلوک او پشت‌کوه ولسوالیو کې نیول شوي دي.

حامد کرزي د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

حامد کرزي نن سه‌شنبه، نومبر۲۵مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.