متقي: پاکستان دې سنجول شوی سیاست غوره کړي

نن د مرغومي شپږمه یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کلیزه ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، پاکستان باید سنجول شوی سیاست غوره کړي. هغه په دې غونډه کې د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، افغانان هېڅکله پر خپلې خاورې یرغل نه ‌مني.

اسراییلو په غزه کې پنځه خبریالان وژلي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.

الجولاني پر سوریې د اسراییلو بریدونه د توجیه وړ نه‌دي

د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نه‌دي.

پر حقاني برید؛ متقي: هېوادونه دې ظالمانو ته ځای نه‌ورکوي

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، خلیل‌الرحمن حقاني یو صادق کس و او په وینا یې، هغه کسان به اور کې سوزي چې داسې صادقه خلک په شهادت رسوي.

هغه دغه څرګندونې پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليل‌الرحمان حقاني جنازې مراسمو کې کړې دي.

ملګري ملتونه نن د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه کوي

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن شپه «پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه» د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه جوړه کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دغه بنسټ مشره روزا اوتنبایووا به یادې غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه معالومات ورکړي.

ا.ا د خلیل‌الرحمان حقاني «شهادت» ومانه

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپل اېکس یوه پیغام کې منلې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمان حقاني په یوه چاودنه کې «شهید» شوی دی.
نوموړي لیکلي چې حقاني نن ماسپښین (د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه) «د خوارجو په یوه ناځوانه برید کې شهید شوی» دی.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلی وکړ

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلي ترڅنګ ویلي چې د تحریر شام پلاوي او د دغه هېواد خلکو ته د «جګړې او بې‌ثباتۍ اصلي لاملونو» د له منځه وړلو له کبله مبارکي وايي.
دغه وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، تمه لري په سوریه کې روان وضعیت داسې مدیریت شي چې په دغه هېواد کې یوه سوله‌ييز او یوموټي نظام جوړېدو ته لاره هواره کړي.

د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو د «حما» ښار نیولی

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت مخالفو وسله‌والو د دغه هېواد له پوځ سره تر درې‌ورځنۍ جګړې وروسته د سوریې د حما ښار نیولی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو پرون د دغه هېواد پوځ له حما ښار څخه اېستلی دی. د راپور له مخې، د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو د یاد ښار له نیولو وروسته د دغه هېواد یوه بل لوی ښار حمص ته ورغلي دي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: افغان کډوالو په اعتراضونو کې ګډون نه‌دی کړی

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، افغان کډوالو د دغه هېواد په هېڅ سیاسي فعالیت یا جنايي پېښه کې ګډون نه‌دی کړی.
دغه سفارت نن پر اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په اعتراضونو کې د افغان کډوالو لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د اندېښنې وړ او د هغوی د ځورونې په موخه د پلمې جوړولو لپاره شوې دي.

کورنیوچارو وزارت: د تریاکو کښت زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور واقعیت نه‌لري

د کورنیو چارو وزارت افغانستان کې د تریاکو کښت او تولید زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور رد کړی او هغه یې، له «واقعیت لرې» بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تېر یوه کال پرمهال د تریاکو کښت او تولید راکم شوی دی.

بغلان کې پر لمونځ‌کوونکو برید؛ م.جاهد: داسې پېښې به بیا نه تکرارېږي

د بغلان د نهرین ولسوالي د «سیدپاچا اغا» په زیارت کې د لسو کسانو له وژل‌ کېدو وروسته، د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې پېښې عاملان به ژرترژره ونیول شي او په وینا یې، دوی هڅه کوي چې د ورته جنایتونو د تکرار مخه ونیسي. هغه ټینګار کوي چې هر افغان حق لري په خوندي ډول ژوند وکړي او خپل دیني مراسم ترسره کړي.

ملګري ملتونه: ۲۰۲۴ کال د مرسته‌رسوونکي لپاره تر ټولو خونړی و

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرسته‌رسوونکي وژل شوي دي.
د دغه سازمان بشردوستانه څانګې په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، لیکلي چې ۲۰۲۴ کال د مرسته‌رسوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

پر غزې د اسراییلو برید کې ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي

حماس وايي، اسراییلو پر غزې بریدونه کړي چې له کبله یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی چې یاد کسان پر بیت‌لاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.