خوست کې د جلغوزیو ونو پرې‌کولو په تور پنځه کسان نيول شوي

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.

ملي دفاع وزارت سلګونه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو کې پوځي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. په ترمیم شوی وسایطو کې ۲۰۱۰ بېلابېل پوځي موټر او ۲۲۷ مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.

د یوناما ماموریت غځېدل؛ مجاهد: بې‌ځایه اندېښنو او پروپاګند ته دې لار هواره نه‌کړي

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولی «یوناما» ماموریت غځېدو ته په غبرګون کې د ا.ا ویاند وايي چې یوناما باید د بې‌ځایه اندېښنو رامنځته کولو او د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ته لاره هواره نه‌کړي.

فصېح‌الدین فطرت: ګاونډیو او نړیوالو سره د جګړې اراده نه‌لرو

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمدفصېح‌الدین فطرت وايي چې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سره د زور او جګړې اراده نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۷۰۰ منسوبینو د فراغت‌غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې په یوشمېر برخو د اسراییل تازه هوايي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.
دغه وزارت ویلي چې دغو کسانو ته د غزې شمالي سیمو دېرالبلاح، خان‌یونس، رفح او د غزې سویل کې د اسراییل د نن سهار هوايي بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل د بریدونو زیاتره قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د لوګر نوی امنیه قومندان: د ولس ستونزو ته رسېدنه مو لومړیتوب دی

د لوګر لپاره نوی امنیه قومندان  ملا اغاولي نوري نن پنجشنبه، کب ۲۳مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او خپله دنده پیل کړه.

د لوګر په مرکز پل‌علم کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د لوګر لوړوپوړو نظامي او ملکي مسوولانو ګډون کړی وو.

پکتیا کې غلو د «صرافي زاړه مارکېټ» څوکيدار وژلی او بل یې ټپي کړی

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، پرون شپه يوه ډله وسله‌وال غله د ګردېز ښار د صرافي زاړه مارکيټ ته ننوتلي، يو څوکيدار يې وژلی او بل يې ټپي کړی دی.

د ګردېز ښار د صرافي زاړه مارکيټ دواړه څوکیداران ورونه دي.

اسلامي امارت: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله شتون نه‌لري

د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې او د افغانستان د وضعیت په اړه د هیوادونو د استازیو د څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د استازي له شتون پرته د داسې غونډو جوړول د افغانستان په ګټه نه‌دي.

کندوز کې د څارویو غلا په تور یو کس نیول شوی

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت امام صاحب ولسوالي کې یې، هغه کس نیولی چې د یوه کال پرمهال یې، لسګونه څاروي غلا کړي دي.

د کندوز امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار سلام‌وطندار ته وايي، دغه کس د یوه کال پرمهال کندوز ښار او نهه ولسوالیو کې یاد څاروي غلا کړي دي.

د سوریې مشر: د ملکي کسانو ډله‌ییزې وژنې په اړه پلټنې کوم

د سوریې مشر احمد الشرع د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ملکي کسانو د ډله‌ییزې وژنې له راپورونو وروسته، دې برخه کې د څېړنو ژمنه کړې ده.
د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن (دوشنبه د کب ۲۰) رپوټ ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې له شپږمې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو یا دولت پلوه ملیشو له‌خوا ۹۳۷ ملکیان وژل شوي.

تورخم کې د نښتو له امله شاوخوا ۸۰۰کورنۍ بېځایه شوي

د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن نن سلام‌وطندار ته وویل، تورخم کې د پاکستاني لوري د بریدونو له امله شاوخوا ۸سوه کورنۍ بېځایه شوي.
دی وايي، د جګړې له امله د بېځایه شویو کورنیو سروې یې پیل کړې او په پایته رسیدو سره به یې، دغو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.
د سیمې یوشمېر اوسیدونکي وایي، د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله یې کورونو او هټیو ته زیان رسېدلی او دوی کډه کولو ته اړ شوي.