د عربي متحده اماراتو له زندانونو ۱۰۸ افغان بندیان ازاد شوي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ۱۰۸ افغانان د متحده عربي اماراتو له زندانونو ازاد او یوشمېر یې، هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن پنجشنبه (سلواغې ۱۶مه)، پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ياد افغانان د اسلامي امارت د سفارت د هڅو او د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت له بند څخه راخوشې شوي دي.

د دندې نه‌خوندیتوب؛ غیردولتي بنسټونو کې د افغان ځوانانو لویه ننګونه!

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۵ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۱۴ یې مېرمنې او یوولس یې نارینه دي. دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې پر غیردولتي بنسټونه کې دنده کوي. ټول مرکه شوي په قراردادي توګه کار کوي او هېڅ یو یې اوسنۍ دنده خوندي نه‌ګڼي.

UNODC: افغانستان کې د شیشې او نشه‌يي ګولیو کارول ډېر شوي

د ملګروملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارونې بڼه د بدلون په حال کې ده او د دودیزو نشه‌یي موادو ترڅنګ د مصنوعي نشه‌یي توکو او طبي درملو ناوړه کارونه مخ پر ډېرېدو ده.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پاکستان کې په بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په کویټه، نوشکي، ګوادر، پسني او دالبندین ترڅنګ په مختلفو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه کړي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د بلوچستان د یوه چارواکي شاهد رِند په خبره لیکلي چې دغه بریدونه تېرو دوو ورځو کې بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال د وسله‌والو له وژل کېدو وروسته شوي.

امریکا په سعودي د ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پټریوټ توغندي پلوري

امریکا سعودي عربستان ته د پټریوټ توغندیو او اړوندو تجهیزاتو د احتمالي پلور چې لګښت یې ۹ میلیارده امریکایي ډالر ښودل شوی، منظوري ورکړې.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو توغندیو د پلور اصلي قراردادي به د “لاک‌هېډ مارټین” شرکت وي.

له محدودیت تر مهارت؛ ښځې چې د ځان‌زده‌کړې له لارې عاید لري

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو له ۳۰ مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، ښوونیز او کاري محدودیتونو دوی اړ کړې چې په خپل کور کې په خپل‌سري توګه خیاطي، نقاشي او نورې حرفې زده‌کړي.

که څه هم دوی له امکاناتو له کمښت شکایت لري، خو د یادو له ډلې ۱۸ هغه یې، بریالۍ شوي چې له دې لارې ثابت درامد ولري.

یوه میاشت کې افغانستان سره ۴۳ میلیونه ډالره بهرنۍ مرسته شوې

په داسې حال کې چې د روان لمریز کال لپاره په افغانستان کې د مالي سرچینو د کمښت او د بشري اړتیاوو د زیاتېدو په اړه پرله‌پسې خبرداري ورکړل شوي، یوشمېر هېوادونو، بنسټونو او بېلابېلو سازمانونو په تېره یوه میاشت کې، په ټولیز ډول له ۴۳میلیونه ډالرو ډېرې مرستې د افغانستان له مرستندویو بنسټونو سره کړې دي.

اوزبیکستان له اسلامي امارت سره د پوځي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا غور کوي

د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له لوري د دې مسودې له مخې، ټاکل شوې د ۲۰۲۶کال د جون تر میاشتې پورې له افغانستان سره د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو پروګرام جوړ شي او وروسته د تایید لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر تر څار لاندې امنیت شورا ته وړاندې شي.

هند کې د الوتکې غورځېدل؛ د لوړپوړي چارواکي په ګډون ۴ کسان وژل شوي

هند کې د الوتکې لوېدو پېښه کې د مهاراشترا مرستیال وزیر اجېت پوار په ګډون ۴ کسان وژل شوي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې پېښه نن چهارشنبه سهار هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې الوتکې د مهاراشترا ایالت «بارامتي» هوايي ډګر کې د ښکته کېدو هڅه وکړه.

واوره او زلزله‌ځپلي؛ «زوی مې ناروغ دی او ساړه ډېر دي»

هغه وویل: «له زلزلې راهیسې موږ په خیمه کې ژوند کوو. تقریباً څلور تر پنځو میاشتو کېږي چې ژوند مو په خیمه کې تېریږي. هغه کلینیکونه چې نهادونه زموږ لپاره جوړ کړي، زموږ د خیمې سره نږدې دي، نو که ناروغه شو همدې ته ځو؛ خو که ناروغي جدي وي، ښار ته ځو. دا بارانونه او واوره زموږ لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ ناروغان ډېر شوي او خیمې هم نه وې وېشل شوې.»

منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پر ایران د برید سناریو پیاوړې کړې

په منځني ختیځ کې د ابراهام لینکن د الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کېدل او د امریکا له‌خوا خلیجي هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه، پر ایران د امریکا د احتمالي برید سناریو تر بل هر وخت پیاوړې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران تر څار لاندې لري او یوه لویه پوځي بېړۍ یې د ایران پر لور لېږلې ده.

ډیکارلو کابل ته د سفر په پای کې د نجونو د زده‌کړې او کار حق مهم بللی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یوناما ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو کابل ته خپل سفر پایته رسولی.

یوناما تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډیکارلو د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه کې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړې او کار حق د بېرته ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی.