د سیمې د تماس ډلې دویمه غونډه د ا.ا د استازي له ګډون پرته په تهران کې جوړه شوه

د افغانستان لپاره د سیمې د تماس ډلې دویمه غونډه د شنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازیو په ګډون د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوه. سره له دې چې دا غونډه د افغانستان په اړه وه او لومړۍ هغه یې په کابل کې جوړه شوې وه، خو د ا.ا کوم استازي په‌کې ګډون نه‌دی کړی.

د ځوانانو د هدف لرلو کچې ارزونه؛ ۶۰.۹سلنه ځوانان ژوند کې مشخص هدف لري

افغانستان کې ځوانان له بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او تحصیلي ننګونو سره مخ دي چې کولای شي، د دوی پر هیلو او هدفونو اغېز ولري. دغه نظرپوښتنه، د ځوانانو د هدف لرلو  کچې ارزونې، د هدف احتمالي نه‌لرو لاملونو او د زده‌کړو، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره یې ارتباط په تړاو شوې.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت: له المان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو پرېکړه څارو

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له المان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو پرېکړه څاري او هیله‌مند دی چې دواړه لوري له ډیپلوماټیکو لاروچارو یاده موضوع مدیریت کړي. هغه زیاتوي چې ا.ا د المان له دولت څخه غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو موضوع د دواړو لوریو د هوکړې پر بنسټ د معمولو کونسلي تعاملاتو په چوکاټ کې حل کړي.

عدلیې وزارت: تمدن ټلوېزیون له سیاسي ګوند سره د تړاو له کبله تړل کېږي

د ا.ا د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، د تمدن ټلوېزیون فعالیت له سیاسي ګوند سره د تړاو او د غصب شوې ځمکې د کارولو له کبله درېږي.
نوموړي پر خپل اېکس لیکلي چې عدلیې وزارت له دې مخکې د هر ډول سیاسي ګوند پر فعالیت بندیز لګولی او د دې پرېکړې پر بنسټ، له دغو ګوندونو سره تړلې رسنۍ د فعالیت حق نه لري.

عبدالمنان عمري په روسیه کې جوړې شوې اقتصادي غونډې ته وینا کوي

د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري هم ګډون کړی او هغه به بهرنیو پانګوالو ته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې د شته فرصتونو او د پانګونې را جلبولو په اړه وینا وکړي.

هلمند کې په ۳میلیونه افغانیو د اوبو تصفیې ماشینونه او شبکې جوړې شوې

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سوېلي خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکې او د تصفیې «چاڼ» ماشینونه فعال شوې دي. د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته  وايي چې د یادو شبکو او تصفیې ماشینونو پر فعالېدو درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

اماراتو ته د سراج‌الدین حقاني سفر؛ شنونکي: ګټور دی

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو له لوري د سفر له بندیز سره سره په خپل لومړني بهرني سفر کې متحده عربي اماراتو ته تللی دی. له نوموړي سره په دغه سفر کې د ا.ا د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د هغه ورور انس حقاني هم ملګرتیا کوي. د یاد سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو ښه‌والی بلل شوی دی.

د لوګر امنیه قومنداني: افغانستان انټرنېشنل ټلوېزیون سره همکاري‌کوونکي به مجازات شي

د لوګر امنیه قومنداني د دغه ولایت له ټولو خبریالانو، شنوونکو اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان انټرنېشنل راډيو-تلویزیون له لیدو او همکاري ډډه وکړي او سرغړوونکي به قانون ته وسپارل شي. انس همدارنګه زیاته کړه، که د لوګر خبریالان، شنونکي او عام خلک له افغانستان انټرنېشنل راډيو-تلویزیون سره هر ډول همکاري وکړه، مجازات به شي.

د پلازمېنې اوسېدونکي: د کابل سیند پاک‌والي ته دې پام وشي

د پلازمېنې کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره کابل سیند کې اوبه کمې شوي چې ورسره دغه سیند کې د خځلو «کثافاتو» بوی په تنګ کړي دي.

د دوی په وینا، د کابل سیند پر غاړه هستوګنیز کورونه او هټۍ‌‌وال دغه سیند ته خځلې او کثافات ورغورځوي چې د ګرمۍ له امله یې بوی، خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي.

د هرات د والي مرستیال: ګذره ولسوالي کې مو پر جومات د برید عاملان ونیول

د هرات د والي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د غبرګولي په دیارلسمه، د شنبې ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې په دغه ولایت کې د یوشمېر هغو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی چې نږدې یوه میاشت مخکې یې د هرات په ګذره ولسوالي کې شوی برید پلان کړی و.

بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د پخواني افغان قونسل لاسلیک نور اعتبار نه‌لري

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران په مشهد ښار کې یې افغان جنرل قونسل «عبدالجبار انصار» له دندې ګوښه کړی او لاسلیک یې اعتبار نه‌لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې نوموړی د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه او کابل ته غوښتل شوی دی.

ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه؛ د جلال‌اباد اوسېدونکي: ښار دې پراخ شي

د ننګرهار د جلال‌اباد ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کې د ګڼې‌ګوڼې له امله ډېری وخت خپلو کارونو ته پر وخت نه‌شي رسېدلی او له حکومت غواړي چې د ښار پراخېدو ته پاملرنه وکړي. د دوی په وینا، ښاروالي او اړوند ادارې دې د ښار او سړکونو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او واټونه، سړکونه او د پلي تګ لارې دې په معیاري توګه ورغول شي.