
د کابل ارغندۍ «سبسټېشن» نیمګړې چارې پیل شوې
د کابل د پغمان ولسوالي د ارغندۍ سبسټېشن نیمګړې چارې نن پنجشنبه، چنګاښ اوومه په رسمي توګه پیل شوې چې پر جوړېدو به یې څه باندې اته میلیونه امریکايي ډالره لګښت راشي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن پنجشنبه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه سبسټېشن د بغلان الوان دښتې کابل ته د ترکمنستان برښنا لېږد لپاره جوړېږي.














