
پکتيکا کې درې کسان د انسانتښتونې او وژنې په تور نیول شوي
د پکتیکا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې یاد ولایت کې درې کسان د انسانتښتونې او وژنې په تور نیول شوي دي.
د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو لهخوا یو کس د انسانتښتونې او دوه نور بیا د وژنې په تور نیول شوي دي.














