حامدکرزی: پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان بریدونه بند کړي

نوموړي نن شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان او پر افغانانو خپل بریدونه ودروي.

هغه لیکلي: « د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، پرپکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه چې زموږ یوشمېر هېوادوال یې، د کرېکټ ځوانو لوبغاړو په شمول شهیدان او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندي. د دغو بريدونو له امله د شهیدانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»

مجاهد: مجاهدین دې له نویو تحرکاتو ډډه وکړي

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

د دوو خبریالانو شهیدېدل؛ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستره ضایعه وبلله

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خوست کې د ملي ټلویزیون د دوو خبریالانو، عبدالغفور عابد او عبدالظاهر صافي، د وژل کېدو پېښه غندلې ده.

وزارت ویلي، دغه خبریالان د اسلامي امارت او د پاکستاني ځواکونو د نښتې د راپور جوړولو پرمهال د پاکستاني پوځ د برید له امله شهیدان شوي دي.

د پاکستان بریدونه؛ سپین‌بولدک کې ۲۰زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

کندهار کې پېښو ته د رسېدنې رییس عبدالسلام عمري وایي، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک په جګړه کې شاوخوا شل زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د هغه په وینا، د پاکستان له لوري شوې ړندې بمبارۍ نه یوازې خلکو ته دروند زیان اړولی، بلکې د سپین‌بولدک ګڼې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

د پاکستان د هوايي ټکټونو بیې له ۱۴۰ څځه ۵۲۵ ډالرو ته لوړې شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د پاکستان پر لور د الوتنې ټکټونو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوي دي. د کابل اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ناروغان، وايي د ټکټونو لوړې بیې او د لارو تړل کېدلو، له جدي ستونزو سره مخ کړي.

کابل کې د هوايي ټکټ‌ پلورنځیو شرکتونه وايي، د کابل ـ اسلام‌اباد ټکټ بیه له ۱۴۰ ډالرو څخه ۵۲۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د سپین‌بولدک دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل شوه

باوري سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک یوه فرعي دروازه نن د جمعې پر ورځ د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په موخه د لنډمهال لپاره پرانېستل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا دروازه نږدې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه چې د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وشول.

روسیې پر اوکراین ۳۰۰ ډرون او ۳۷ توغندیز بریدونه کړي

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي، روسیې تېره شپه پر اوکراین د بې‌ساري بریدونو لړۍ پیل کړې چې په‌کې تر ۳۰۰ ډرونونو او ۳۷ توغندیو څخه کار اخیستل شوی دی.

د بریدونو موخه د اوکراین په مختلفو سیمو کې د زیربناوو ویجاړیلپاره ټاکل شوي وې. ولسمشر زیلنسکي په ځانګړې توګه د وینیټسیا، پولتافا، سومي او خارکوف سیمو یادونه وکړه چې په مرکز او شمال ختیځ کې یې زیانونه رسولي دي.

سپین‌بولدک کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۴۰ کسان شهیدان او ۱۷۰ ټپیان شوي

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي په یو لړ هوايي او توپچي بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان شهیدان شوي او ۱۷۰ نور ټپیان دي.

په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو له لوري پرون چهارشنبه، تلې ۲۳مه شوي دي.

د خوړو نړیواله ورځ؛ هره شپه ۶۷۳ میلیونه کسان د شپې په وږه ویده کېږي

د خوړو له نړيوالې ورځې سره هم‌مهاله، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ګوټریش ویلي، شاوخوا ۶۷۳ میلیونه کسان لاهم هره شپه په وږه ویده کېږي چې دا د بشریت لپاره یو جدي بشري بحران دی.

پکتيکا کې د ۶۰۰میټریک ټُنه په ظرفیت د سړې‌خونې د جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيکا چارواکي وايي چې نن پنج‌شنبه په مرکز ښرنه کوټوالو سيمه کې د ۹۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې سړې‌خونې د جوړيدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د يادې پروژې د چارو پيل مراسمو کې وويل چې دغه سړه‌خونه د کرنې اوبولګولو او مالداري وزارت په بوديجه جوړيږي چې چارې به يې د يونيم کال په موده کې بشپړې شي.

له ۴۰کلنۍ وروسته اومېندواري؛ ډاکټران: ځینې خطرونه لري

دا دوره له جسمي او رواني اړخه خپلې ستونزې لري او له ټولنیز او طبي پلوه کولای شي چې پر مېرمنو ډېر فشار راوړي. هغه مېرمنې چې له څلوېښت کلنۍ وروسته فاریاب کې اومېندواره شوي، له جسمي ستونزو سربېره، د مالي او معنوي ملاتړ نشتوالي او کورنیو شکایت لري.

سپین‌بولدک کې نښتې؛ خلک: د جګړې له امله مو کورونه پرېښودل

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمدحقمل وایي، د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه تېره شپه پیل شوې چې د چهارشنبې تر سهار پورې يې دوام وکړ.

د نوموړي په خبره، په دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي، خو لا تراوسه یې کره شمېر نه‌دی څرګند شوی. نوموړی زیاتوي چې جګړه د پاکستاني لوري له‌خوا پیل شوې وه او د سهار تر شاوخوا اتو بجو یې دوام وکړ.

تازه جګړه؛ سپین‌بولدک کې پاکستاني سرتیري وژل شوي

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستاني لورې سره د تازه نښتو پرمهال د افغان لورې په ځوابي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوښتې په نښه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکلي چې ګڼ‌شمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او نظامي تاسیسات هم له‌منځه وړل شوي دي.  

له ایران او پاکستان ۳۶۰۰ افغانان راستانه شوي

د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې ۳۶۰۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه کمېسیون نن (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان پرون د هرات – اسلام‌قلعه، نیمروز د ورښم پل او د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې

پکتيکا کې سرچینې وايي چې د یاد ولایت په تروه ولسوالي کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.

له يادې سيمې ځايي سرچينو سلام‌وطندار ته تایید کړې چې د تروه ولسوالي دوو سيمو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې چې لاهم دوام لري.