Asset 1SWN

سلام وطندار

سپین‌بولدک کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۴۰ کسان شهیدان او ۱۷۰ ټپیان شوي

WhatsApp Image 2025-10-16 at 14.00.01_4db9510e

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي په یو لړ هوايي او توپچي بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان شهیدان شوي او ۱۷۰ نور ټپیان دي.

په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو له لوري پرون چهارشنبه، تلې ۲۳مه شوي دي.

د سپین‌بولدک ولسوالي د روغتیا امر کریم‌الله ذبیر اغا سلام‌وطندار ته ویلي چې د ولسوالي روغتیايي مرکز ته د بریدونو له ځایه د ۱۷۰ ټپیان او ۴۰ شهیدانو وروړل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې په شهیدانو کې د ښځو او ماشومانو شمېر زیات دی.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل پر سرغړونو تورونوي.

د سیمې اوسېدونکي د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کوي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام