Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیواله ورځ؛ هره شپه ۶۷۳ میلیونه کسان د شپې په وږه ویده کېږي

hungry-rd9ydvuslna05opw7uplweeug9eka2cupws7ecp3t4

د خوړو له نړيوالې ورځې سره هم‌مهاله، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ګوټریش ویلي، شاوخوا ۶۷۳ میلیونه کسان لاهم هره شپه په وږه ویده کېږي چې دا د بشریت لپاره یو جدي بشري بحران دی.

د ملګروملتونو سرمنشي نن (پنجشنبه، تلې۲۴مه) په یوه ویدیويي پیغام کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «راځئ یوځای شو او د داسې خوړو نظامونه جوړ کړو چې هم د خلکو اړتیاوې پوره کړي او هم له ځمکې ساتنه وکړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ګوټریش ټینګار وکړ چې د اقلیم بدلون، جګړې، اقتصادي نابرابري او د خوړو د بیو لوړوالی د لوږې او د خوړو د خوندیتوب د نشتوالي اصلي لاملونه دي.

هغه له حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنو وغوښتل چې د دوامدارو خوړو د نظامونو د جوړولو لپاره ګډ او عملي ګامونه پورته کړي.

د خوړو نړيواله ورځ هرکال د اکتوبر پر ۱۶مه نمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۴۵ کال کې دFAO –  د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان د بنسټ‌ايښودنې په ویاړ نومول شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام