
فوکونګ: افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی
د ملګروملتونو امنیت شورا کې د چین استازي فو کونګ ویلي، افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او سیمهییزې همکارۍ پراخې شوي، خو بشري، پراختیایي او د ښځو حقونو مسایل نا حل پاتې دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا کې د چین استازي فو کونګ ویلي، افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او سیمهییزې همکارۍ پراخې شوي، خو بشري، پراختیایي او د ښځو حقونو مسایل نا حل پاتې دي.

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د ا.ا مشرتابه د هدایت له مخې د ازرې سرحدي ولسوالي د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ولایت مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې.

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، خلیلالرحمن حقاني یو صادق کس و او په وینا یې، هغه کسان به اور کې سوزي چې داسې صادقه خلک په شهادت رسوي.
هغه دغه څرګندونې پنجشنبه، لیندۍ ۲۲مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليلالرحمان حقاني جنازې مراسمو کې کړې دي.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، دغه شبکه د لوګر په ازرې ولسوالي کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.

سلاموطندار له یوشمېر ځوانانو سره د دوی په ژوند کې د «پیسو سپما» په اړه د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو، د ژوند لوړو لګښتونو او نورو خنډونو له امله نهدي توانېږي چې سپما وکړي. د دې مرکې د ۵۰ ځوانانو له ډلې، ۲۷ یې، وايي، هېڅ سپما شوې پیسې نهلري.

د کندهار ښار د سړکونو روښانولو لپاره په ۱۶ میلیونه افغانیو د سړکونو د څراغونو لګولو چارې پیل شوې.
دغه پروژه چې دوه برخې لري، د څلور میاشتو په موده کې بشپړه شي او ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي. دویمه برخه کې به د ډنډڅلورلارې څخه د باغ پل تر سېلو پورې پر غځېدلي سړک د شپې څراغونه روښانه شي.

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې د ۱۷ ښوونځيو او ديني مدرسو ودانيو بيارغونې چارې د لس ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې.
د دوی په وینا، يادې پروژې د پوهنې رياست په بوديجه پلې شوې دي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي محمد عبدالکبیر سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی.

په لغمان کې د «خپل هېواد خپل تولید» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانېستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.
په دې نندارتون کې د لغمان پهګډون د ننګرهار، کونړ، کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کورنیو تولیدي شرکتونو ګډون کړی.

د میدانوردګ والي قاري بختیار معاذ وايي، یاد ولایت ځوانانو ته پهکار ده چې د ا.ا له لوري د لیکلوست لپاره رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو زدهکړو به بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي.

نړیوال بانک وايي، د افغانستان تولیدات په روان زېږدیز کال کې ۲،۷ سلنه زیات شوي او دغو تولیداتو د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې ۱۰ سلنه جبران کړي دي.
دغه بانک په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان په روان زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې او دې ودې یې په اقتصاد کې د تشکیلاتي ستونزو پر حل ډېر کم اغېز کړی دی.

د سالنګ لویې لارې یوشمېر مسافرین دغه لاره کې د لومړنیو خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او له ټولګټو وزارت غواړي چې پر دې لاره تلونکو مسافرو ته اسانتیاووې برابرې کړي.
د کندوز اوسېدونکی احمد وايي، حکومت باید پر یاده لاره د مسافرو لپاره د اوسېدو ځای، روغتیايي مرکزونه او درملتونونه جوړ کړي.

په هېواد کې پانګونې ته د افغان پانګوالو د لېوالتیا په اړه د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه یوه لویه ستونزه ده.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا « دوشنبه، لیندۍ ۱۹مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (یکشنبه، لیندۍ ۱۸مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د ۴۰ کېلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.
د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ له محلي چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې.

زرمینه د روزګان په یوه کلیوالي سیمه کې ژوند کوي او د خپل وژل شوي خاوند د حقوقو ترلاسه کولو په لټه کې ده. زرمینه د خپلو یتیمو ماشومانو د پالنې او د ناروغۍ له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
نوموړې وايي چې تراوسه ورسره د حکومت له لوري هېڅ ډول مرسته او لاسنیوی نهدی شوی.