
د خوست قلندر ولسوالي کې په ۳۳ میلیونه افغانیو د برښنا پروژه بشپړه شوه
د خوست ولايت مقام څخه په ليږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قلندر ولسوالي ته د وارداتي برښنا لېږد پروژه بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټېاخيستنې ته سپارل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست والي مولوي عبدالله مختار ويلي چې اسلامي امارت د خلکو خدمت ته ژمن دی او د شته امکاناتو څخه د خلکو اسانتيا لپاره اغيزمنه ګټه اخلي.














