افغانستان له هوايي دهلېز د ۲۹۲میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن ویلي، افغانستان د روان لمریز کال پرمهال د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې متحده عربي اماراتو، برتانیې، امریکا، جرمني، چین، هند او یوشمېر نورو هېوادونو ته صادرات او واردات کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۲۹۲ میلیون ډالرو ته رسیږي چې له دې جملې څخه ۱۲۵ میلیون یې صادرات او ۱۶۷ میلیون یې واردات جوړوي.

کندهار کې صنعت‌کاران: حکومت دې د صنعتي پارک ستونزې حل کړي

سيدمحمداغا د کندهار صنعتي پارک کې د وچي مېوې د ساتنی او پروسيس برخه کې درې میلیونه ډالر پانګونه کړې، خو د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونو د نوموړي د وچې مېوې د ساتني ګدامونه ته ورغلي او ۱۸ میلیونه افغانۍ  زيان وراوښتی دی.

غزني کې یوشمېر نجونې د وینې کمښت له ناروغي رنځ وړي

غزني کې یوشمېر نجونې وايي چې د وینې کمښت ناروغي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي. دوی وايي، د وینې کمښت اړوند درملو برابرولو ورته ستونزمن دي.

غزني کې ډاکټر محمداشرف صاحب‌زاده وايي چې نجونو د وینې کمښت بېلابېل لاملونه لري.

د واخان سړک د دویم فاز د جغل‌اچوونې قرارداد لاسلیک شو

د وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې تړون پربنسټ به یاد ساختماني شرکت د بدخشان له واخان سړک ۷۱ کیلومتره د بزای ګنباد سیمې څخه د ولایت د بروغېل تر پولې چې له اته تر ۱۰ متره پلنوالی لري او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، جغل واچوي.

د حاصل زیاتوالی؛ د ونو معیاري پیوند به بڼوالۍ پراخه او حاصلات ډېر کړي

د ونو پیوندول د بڼوالۍ له مهمو برخو څه شمېرل کېږي چې په سم توګه د یادې چارې مخته وړل به د بڼوالۍ د پراختیا او د حاصلاتو د کیفیت لوړېدو لامل شي. د غزني د مرکز د نوغي کلي اوسېدونکی او بڼوال بخت‌محمد وايي، ګڼ‌شمېر بزګران اوس هم په دودیزه توګه ونې پیوندوي.

تخار کې په خپل سري توګه د درملو کارونې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

تخار کې د خلکو له‌خوا په‌ خپل سري توګه د درملو کارولو، د ځینو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او د دغه ولایت د اوسېدونکو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.

د یاد ولایت د لروپرتو سيمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د ډاکټرانو د کمښت او درملو ته د نه‌لاسرسي له امله په ‌خپل سري توګه د درملو کارولو ته مخه کړې ده.

لوګر کې پر څه باندې دوه زره کورنیو مرستې ووېشل شوې

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري د دغه ولایت په بره‌کی‌برک ولسوالي کې پر ۲۰۱۳ بې‌وزله او اړو کورنیو نغدي مرسته او خوراکي توکي ووېشل شول.

د امنیت شورا ناسته؛ ا.ا: ملګري ملتونه باید بې‌طرفه او خپلواکه پرېکړې وکړي

د ملګروملتونو امنیت شورا دوشنبه، مارچ لسمه، په خپله وروستۍ غونډه کې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا په یاده ناسته کې د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

لوګر کې ۱۱ مېله وسله نېول شوې

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په محمداغې ولسوالي کې ۱۱ میله سپکه وسله نیولې ده.

د راتلونکي لمریز کال له پیله به یوازې شپږ ډلې افغانان ایران کې پاتې شي

د ایران حکومت یو ځل بیا دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت افغان کډوالو د اېستلو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیله به ټول غیرقانوني افغان پناه غوښتونکي له هغه هېواده ووېستل شي.