د کرنې وزارت یو پلاوی ایران ته لاړ

دغه وزارت نن شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد پلاوي د سفر موخه د ایران کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، ایران کې مېشتو افغان سوداګرو سره د نظریاتو تبادله او افغانستان کې پانګونې ته هڅول، بهرنیو پانګوالو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکټور وده، اقتصادي اړیکې، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

افغان خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۴ سلنه کار بشپړ شوی

افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس بګنج عبدالله یوف د هرات والي نور احمد اسلام‌جار سره لیدنه کې ویلي، افغان خاوره کې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتر کار بشپړ شوی دی.
هغه زیاتوي، د دغې پروژې ۲۴ کیلومتر لاره هواره شوې هم ده.
دغه لیدنه کې د هرات والي افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو لا چټکتیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

راستنې شوې مېرمنې: مرستو ته سترګې پر لار یوو؛ کډوالو وزارت: امکانات برابر شوي

سلام‌وطندار د هېواد ۱۱ولایتونو کې له ایران او پاکستان بېرته راستانه شویو ۳۹ مېرمنو سره د دوی د ستونزو په تړاو مرکې کړې دي.
دې مرکو کې یادو مېرمنو ویلي، د ژوند له بېلابېلو کړاونو سره مخ دي. د مېرمنو له ډلې یې، ۲۲ له ایران او ۱۷ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوي چې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو نشتوالي او نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د کابل ښار پاکولو لپاره عمومي حشر پیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښاروالي او د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو په همکاري نن پنجشنبه، غويي څلورمه د ښار پاکولو په موخه له شپږمې ناحیې څخه عمومي حشر پیل کړ.

مسوولان د دغه حشر له پیل څخه موخه د پاک چاپېریال خوندي ساتل دي.

غزني کې روغتیاپالان: اقتصادي ستونزې د امېندواره مېرمنو روغتیا زیانمنوي

نوریه هغه مور ده چې څلورم ماشوم یې تازه نړۍ ته راغلی او دامهال د خوراځواکۍ درملنې لپاره روغتون کې بستر ده. هغه د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، اقتصادي ستونزې او د اومیندوارۍ پرمهال د مناسبو خوړو نه‌شتون لامل شوی چې نوی زېږېدلی ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شي او خپله هم ښه وضعیت نه لري.

پکتيکا کې په ۱۸ میلیونه افغانۍ درېوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې رياست څخه نن پنجشبنه، غويي ۴مه، په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، ابتدایه، لاړ ابتدایه او لواړګې اډه ابتدایه هغه ښوونځي دي پخوا يې ودانی نه درلودې، اوس يې د ودانیو جوړولو کار پیل شوی دی.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره راتلونکې شنبه، غويي شپږمه، ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (پنجشبنه، غويي ۴مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې «شنبه، غويي ۶مه» ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د فقر سیوری؛ د مطالعې دود څنګه ساتل کېدای شي؟

کابل کې کتاب‌لرونکي او کتاب‌پلورونکي وايي چې ټولنه کې ډېر کم کسان د کتاب لوستلو ته مخه کوي او وروستیو کلونو کې د کتاب لوستلو دود د پاوړ کم کمرنګه شوی دی.

یوشمېر ځوانان وايي، هڅه کوي چې د کتاب لوستلو دود ته وده ورکړي او د هېواد له فرهنګي ريښو ساتنه وکړي. که څه هم  نوموړي هیله درلوده چې دا چاره به یې، ګټوره وي، خو ټولنه کې د واکمن فقر له امله اغېزمنه نه‌وه.

له زده‌کړو محرومیت؛ بدخشان کې نجونو ځانته کاري فرصتونه برابر کړي

د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته، بدخشان کې د پوهنتون یوې زده‌کړیالې د فیض‌اباد ښار په یوه څنډه کې د جامو او د ښځو وسایلو پلورنځي پرانېستلو سره، نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې. هغې د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال زده‌کړیاله وه چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو.

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنه وده کړې

نړیوال بانک یوه تازه راپور کې ویلي، د نړیوالو مرستو کمېدو سره سره، د افغانستان اقتصاد په تدریجي ډول د ښه کېدو په حال کې دی.
راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنې وده کړې ده.
همداراز، راپور کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې کچه ۲.۲ سلنې اټکل شوې ده.

افغانستان او قزاقستان د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو او سوداګرۍ ٢٠ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
له دغو ۲۰ هوکړه‌لیکونو ۳ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره او ۱۷ نور یې بیا په سوداګریزو برخه کې لاسلیک شوې دي.