ننګرهار کې د ٤٠ مېګاه واټه لمریزې برښنا د تولیدي دستګاه جوړېدو چارې پیل شوې

ننګرهار کې شیخ مصري  ښارګوټي کې د ۴۰ مېګاه واټه لمریزې برښنا د تولید دستګاه جوړولو پروژې چارې پیل شوې. 

ننګرهار کې ځایي چارواکي وایي چې پر دې پروژې ٢٨ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي او د یونیم کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي چې ورسره به د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ترڅنګ ٤٠زره کورنۍ هم له برښنا برخمنې شي.

کابل کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو ۳۲م پسرلنی نندارتون پرانېستل شو

د پلازمېنې کابل په بادام‌باغ کې نن «پنجشنبه، غويي یوولسمه» د بزګر میله، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او کورنیو تولیداتو  پسرلنی ۳۲م نندارتون پرانېستل شو. دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري وايي چې د افغانستان کرنیز سکتور ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.

افغانستان او اوزبیکستان د «ګډ سوداګریز مرکز» پر جوړېدو هوکړه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد تاشکند ته د سفر پرمهال د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او تجارت وزارت مرستیال سره د لیدنې پرمهال د اقتصادي اړیکو پراختیا او سوداګریزو ستونزو حل په موخه خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک څه باندې ۶۶۰ میلیونه زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد په لوېدیځ زون کې یې، څه باندې ۶۶۰ میلیونه او ۷۰۰زره زړې افغانۍ سوځولي دي.

د افغانستان بانک نن «پنجشبنه، غويي یوولسمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په سوځول شویو زړو افغانیو کې «۱۰، ۲۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو نوټ» شامل دي.

د لوګر-کابل ترمنځ د «ملي بس موټرو» تګ‌راتګ پيل شول

د لوګر ولایت مقام کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د ملي بس خدماتو پیل د یاد ولایت ولسونو لپاره یو ښه زیری او د دغه ولایت اوسېدونکو ته پکار ده چې پلازمېنې کابل ته د تګ‌راتګ پر مهال له ملي بس موټرو څخه ګټه واخلي.

له حیواني محصولاتو ناسمه استفاده د «حیواني محرقې ناروغي» لامل کېږي

سلام‌وطندار د نسايي-ولادي برخې له څلور متخصصو مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پر مهال موندل شوې چې له حیواني محصولاتو استفاده او له حیوان سره د مستقیم تماس پر مهال روغتیايي سپارښتنو ته نه‌پام، په مېرمنو کې د «حیواني محرقې» د رامنځته کېدو لامل کېږي.

میدان‌وردګ کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۶۶ پروژو چارې پيل شوې

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د میدان‌وردګ په جغتو ولسوالي کې د اوبو مدیریت او ټرانسپورت برخو کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۶ ټولګټو پروژو کار چارې پیل شوې چې په راتلوونکې یوه کال کې به بشپړې شي.

کندهار کې بې‌وزلو کورنیو ته د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول

په کندهار کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه، شلو بې‌وزله کورنیو ته د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي: «یاد تجهیزات له مسلکي روزنې وروسته ورکول شوي، څو مستحقې کورنۍ د خپل کار د لارې خپل ژوند تمویل کړي.»

روانه اپرېل میاشت کې له پاکستانه ۱۰۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان  ۲۰۲۵کال د اپرېل میاشتې له لومړیو تر دې مهاله له پاکستان څخه نږدې ۱۰۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر کډوال د دوی له لوري د اپرېل له څلورمې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې ثبت شوي دي.

دریو ولایتونو کې په ۱میلیارد افغانۍ د برښنا پروژو چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برښنا دغه ۳ لویې پروژې د برښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زېربناوو پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي.

د نوښتونو ټاټوبی؛ یوه افغان ځوان په تش لاس ۲۰ کرنیز وسایل جوړ کړي

رضا سلحشور چې ۲۹ کاله عمر لري، په خپل نوښت یې، د کرنې برخه کې بېلابېل وسایل جوړ کړي دي. هغه ۲۲ ټراکټور، یو حرارتي جنراټور او د برښنا تولید یوه دستګاه جوړه کړې ده. سلحشور وايي، د یادو وسایلو د جوړېدو انګېزه یې، هېواد ته له بهره د واردېدونکو توکو او وسایلو څخه اخیستې ده.

محرومیت کې د هیلو څرک؛ هغه نجونې چې د انځورګرۍ له لارې د پرمختګ هڅې کوي

د کابل په پُل‌سرخ کې یوې کوچنۍ کارخونې څخه د رنګ او تېلو بوی او د هنر د زده‌کولو لپاره د زده‌کونکو غږونه اورېدل کېږي.

د نقاشۍ دا کارخونه چې څلور دیوالونه یې رنګین انځورونه لري او نجونې د پنسلونو او برسونو په مرسته نقاشي کوي. ماه ګل وايي چې د انځورګرۍ  په دې ورکشاپ کې، هغې هڅه کړې چې خپل او په ټولنه کې د ښځو شتون وساتي.