بست ولایتي روغتون کې په ۷.۷ میلیونه افغانیو د OPD څانګه پرانېستل شوه

د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره په بُست ولایتي روغتون کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ناروغانو د معاینې لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانېستل شوه.

د عامې روغتیا رییس قاري فضل احمدشفیع‌الله وایي: «دا څانګه د خلکو لپاره یو ستر پرمختګ دی.

سپین‌بولدک کې ۲۳زره کندې په ۵۴زره ډالرو کیندل شوي

د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د ۵۴زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو ذخیره کولو لپاره ۲۳زره کندې کیندل شوي دي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو د خوراک او کرنې نړیوال سازمان(FAO)  په مالي مرسته او د بشري خیریه موسسې(OHW)  په تخنیکي همکارۍ، په سپین‌بولدک ولسوالي کې د ۲۳زره کندې کیندل وشي دي.

د نظام بدلون؛ له هېواده د مسلکي کسانو وتل بېلابېلې برخې اغېزمنې کړي

افغانستان کې د وروستي سیاسي تحولاتو  له کبله دغه هېواد د کادرونو د تښتې له ناورین سره مخ دی؛ هغه ناورین چې په کور دننه ډېری برخې ترې اغېزمنې شوي او  زرګونه هېوادوال یې، له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي. سلام‌وطندار په دې راپور کې د خبریالۍ، لوړو زده‌کړو او روغتیا برخه کې د کادري تشې اغېزې ارزولي دي.

پکتیا کې راستنو شويو ته د دوو ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې

د ريس‌الوزرا اداري مرستيال او د کډوالو د عالي کمېسون مشر مولوي عبدالسلام حنفي نن «سه‌شنبه، غويي ۱۶» په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل وويل، سرپرست حکومت ټولو راستنو شويو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړي او د اوسېدو لنډمهالي کمپونه يې ورته جوړ کړي دي.

د انځورګرۍ په ژبه د زړه خبرې؛ افغان انځورګر: رسامي مې خپله زده‌کړې

د کندهار اوسېدونکی ۲۵کلن سیدیس اتش چې د طب پوهنځي زده‌کړیال دی او له تېرو څلور کلونو راهیسې په سکرو رسامي کوي.

سدیس چې دغه هنر له روزنې پرته زده‌کړی، خپل لومړۍ رسامي د درسي کتاب په وروستۍ پاڼه وکښله، هغه ساده طرحه چې هنر سره د نوموړي د لېوالتیا لومړی ګام و. هغه د خپل نږدې ملګرو په هڅونه دې لارې ته دوام ورکړی.

د چین یو شرکت افغانستان کې د موټرو کارخونه جوړوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د چین دونګ‌فنګ اډي موټورز شرکت په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه شرکت مسوولانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال دې برخه کې د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې.

زابل کې د «ملي تولیداتو لومړنی نندارتون» پرانېستل شو

د افغانستان د ملي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې په موخه، زابل کې د لومړي ځل لپاره نندارتون جوړ شوی دی.

د نندارتون چارو سمبالوونکی تسل خان وايي، دغه ملي نندارتون به د روانې غويي میاشتې تر ۱۸مې دوام وکړي. د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې ۴۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی دی.

له ۳۶ ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۱ یې منظم ژوند لري

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د روغ ژوند لرلو سبک ارزولو په موخه جوزجان، فاریاب، بامیان، بادغیس، لغمان، بلخ، هرات، تخار او کابل ولایتونو کې له ۳۶ ځوانانو سره مرکې کړي دي. دغه رپوټ کې مرکه شویو ځوانانو د سالمه خوړو، منظمه بدني فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هند له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی

هندي رسنیو راپور ورکړی دغه هېواد د کشمیر له پهلګام برید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، له پاکستانه پر هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو وارداتو بندیز لګولی دی.

هندي رسنیو ویلي چې د هند حکومت دغه پرېکړه د ملي امنیت د خوندیتوب په دلیل کړې او یاد بندیز به تر راتلونکو پرېکړو پورې نافذ وي.

سوداګرې مېرمنې: بهر ته دې زموږ د لاسي‌صنایعو د لېږد زمینه برابره شي

د افغانستان تولیدي صنایع له خامو طبیعي موادو د استفادې او په لاس د جوړېدو له امله په نړۍ کې ځانګړی نوم لري. دا اثار نه‌یوازې له تاریخي اړخه ارزښتنمد دي، د افغان خاورې د بډایه فرهنګ ښکارندوي هم کوي چې د افغان مېرمنو په لاس جوړ شوي دي. دوی وايي، سرپرست حکومت باید بېلابېلو برخو کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت ته زمینه برابره کړي.

د کړاو او هیلو ډګر؛ د ژوند لپاره په هغو سترګو مبارزه چې څه نه‌ویني

هوا ګرمه ده او خلک له ګڼې ګوڼې په ډک سړکونو کې په سختۍ سره تګ‌راتګ کوي. د لاسي توکو پلورونکو د سړک غاړې یوه لویه برخه ډکه کړې.

یو سړی چې نسبتا منځنی قد لري ورو ورو او په احتیاط سره د خلکو له‌منځه تېرېږي؛ سترګې یې تړلي او مخ یې د لمر د تودوخې له امله سوځېدلی دی.