خوست کې په دوهنیم میلیونه ډالر د جومات او مدرسې جوړولو چارې پیل شوې
د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوهنیم میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه جومات او مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مرکز اړوند مټه چینه سيمه کې د نورالقران مدرسې او یو جومات جوړولو چارې پيل شوې.