درېوو ولایتونه کې سېلابونه؛ ۱۱ کسان مړه او ټپیان شوي

په کندهار، هلمند او زابل کې چارواکي وايي چې یاد ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږترلږه ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او تر ۲۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د انټرنټ کمزورتیا؛ «هر ولایت ته چې ځم بل سیم‌کارټ کاروم»

د دوی په وینا، د انټرنېټ ټیټ کیفیت او پرله‌پسې پرې‌کېدل، خلک د ورځنیو کارونو په مخته وړو کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکی نجیب‌الله وایي: «د انټرنېټ خدمات په ډېر لوړ لګښت فعالوم، هره میاشت شاوخوا دوه زره تر دوه نیم زره افغانیو پورې پیسې ورکوم، خو بیا هم کیفیت ښه نه دی. هر ولایت ته چې ځم، بېلابېل سیمکارتونه کاروم، ځکه په هر ځای کې یو سیم‌کارت کار نه کوي، او د انټرنېټ د کمزورۍ له امله مې یو مهم کاري فرصت هم له لاسه ورکړ، ځکه ونه توانېدم په یوه کاري غونډه کې ګډون وکړم.»

اروپايي ټولنه افغانستان کې له جګړو بې‌ځایه شویو سره ۲۵۰زره یورو مرسته کوي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی به د تر ټولو زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۲۵۰زره یورو بشردوستانه مرسته وکړي.

د اروپایي ټولنې نن پنجشنبه، د وري ۶مه راپور ورکړی چې دغه مرسته د هغو کسانو لپاره ده چې د جګړو د زیاتوالي له امله بې کوره شوي او همدارنګه د تېرکال د زلزلې له امله زیانمن شوي دي.

سیمه‌ییز کړکېچ؛ کابل کې د بیو له لوړوالي د خلکو اندېښنه

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچ او په سیمه کې د ایران، امریکا او اسراییلو د جګړې له امله د نورو ناخوالو ترڅنګ، په نړیواله کچه پر بازارونو هم اغېزې کړې دي.

له دې سره هم‌مهاله، د هېواد یوشمېر اوسېدونکي هم په کورنیو بازارونو کې د خوراکي او سون‌توکو د بیو له لوړېدو اندېښمن دي.

لوګر کې ۲۰ ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۲۳ ټپیان دي

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، یوشمېر ولسوالیو او د کابل–ګردېز پر لویه لاره ۲۰ بېلابېلې ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې د ۵۰زره ناروغانو درملنه شوې

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان څانګې د توبرکلوز «نري رنځ» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له ۵۰زرو څخه زیات د دې ناروغۍ، د ناروغانو درملنه یې کړې ده.

یادې ادارې نن سه‌شنبه، د وري څلورمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ناروغان د تېر میلادي کال پرمهال تشخیص او درملنه یې شوې.

کابل کې د پټاقیو کارول؛ «فکر کوو بمبار دی»

د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د اختر شپو او ورځو پرمهال د پتاقیو د دېرې کارونې له امله شکایت کوي او له مسوولانو غواړي چې د دې کار مخه ونیسي.

د دوی په وینا، د پټاقیو کارولو خلک، په ځانګړې توګه ماشومان او لوړ عمرلرونکي کسان په وېره کې اچولي دي.

د کابل اوسېدونکي زیاتوي چې کله ناکله د پټاقیو غږ د امنیتي پېښو سره ګډوډېږي او د خلکو اندېښنه زیاتوي.

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان برید؛ یو کس شهید او یو ټپي شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې نن د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

افغانستان یوځل بیا د نړۍ تر ټولو خپه هېواد بلل شوی

په نړۍ کې د خوښۍ د کلني راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو خپه یا غمجن هېواد بلل شوی، په داسې حال کې چې فنلند د نهم پرله‌پسې کال لپاره د تر ټولو خوښ یا خوشحاله هېواد مقام خپل کړی دی.

د راپور له مخې، د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د ژوند د رضایت کچه تر ټولو ټیټه ثبت شوې چې له ۱۰ نمرو څخه یوازې ۱.۲ ده.

لبنان کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په دې هېواد د اسراییلو د تازه هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

وزارت زیاته کړې چې دغه کسان نن چهارشنبه، (کب ۲۷مه / مارچ ۱۸مه) د بیروت په ښار کې د اسراییلو د پوځ د دوو هوايي بریدونو په پایله کې ټپیان شوي او وژل شوي دي.