
د پکتيا زندان رياست کې په ۱۰ميليونه افغانيو پروژې بشپړې شوې
د پکتيا زندان رییس قاري عبدالغني عادل د يادو پروژو د پرانيستې مراسمو کې وويل چې د زندان په داخل کې د يو مسجد په ګډون د يو نوي تعمير جوړيدل، د پخوانيو تعميرونو ترميم، د زندان لپاره برښنا ترانسفرمر لګول، د زندانيانو سره د ملاقات لپاره ځانګړي ځایونو جوړول او د تشنابونو جوړول پروژې بشپړې او ګټېاخيستنې ته سپارل شوي دي.














