
اندونیزیا کې د «ایفون۱۶» پلور لاهم بند دی
اندونیزیا کې د اپل موبایل جوړولو شرکت څانګې مسوولان وايي، که څه هم د یاد هېواد له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي، خو د ایفون۱۶ پلور ته لاهم اجازه نهده ورکړل شوې.
اندونیزیا تېرکال د یاد شرکت نوی ایفون۱۶ موبایل پلور له دې امله بند کړی چې د دغه هېواد د قانون له مخې باید، یاد شرکت په خپل تولید شویو توکو کې د اندونیزیا ۳۵سلنه مواد وکاروي.