
مجاهد: روسي پلاوي له ممنوعه ډلو د ا.ا د نوم اېستلو ډاډ ورکړی
د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېحالله مجاهد وايي چې کابل ته د روسیې امنیت شورا د عمومي سرمنشي سرګي شویګو په مشري راغلي پلاوي سره د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ د ا.ا نوم پر لرې کولو خبرې شوي دي.
دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.














