ننګرهار کې د ګرمۍ څپې او ناسم خوراکي رژیم ښځو ته ناروغۍ پیدا کړي

ننګرهار کې یوشمېر نجونې وايي چې د ګرمۍ، د برښنا نشتوالی، د خوړو ناسم رژيم او د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د ژوند فشارونو پر یو لړ ناروغیو اخته کړي دي.

دوی وايي چې د یادو فشارونو له کبله د فشار له ښکته‌کېدو، بې‌حالۍ، تبې، سرخوږۍ او فزيکي کمزورتیا سره شوي دي.

د ایران پوله کې د افغان مېرمنو کیسې؛ «اخاذي، سپکاوی او ترهګر یې بللو»

د اسراییل او ایران ترمنځ له نښتو وروسته، له ایرانه د افغان کډوالو جبري اېستل لړۍ چټکه شوې او تېرو شاوخوا دوو اونیو کې تر ۴ سوه زره ډېر افغانان هېواد ته راګرځول شوي.

سلام‌وطندار دغه راپور کې له ایرانه راستنو شویو ۲۰ ښځو سره مرکې کړي چې ۱۴ هغو ویلي، د اخراج پرمهال ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

د مېرمنو د میراث حق؛ «کرایه کور کې یم او پلارګنۍ مې حق نه‌راکوي»

د کابل یوه څنډه کې ۲۷کلنه ګلالۍ د خپل ژوند کړاوونه شریکوي: «زه اوس په کرایه کور کې ژوند کوم. که خپلې کورنۍ زما لپاره د پلار میراث راکړی وای، نو کولای مې شوای چې کور وپلورم او ځانته یو ښایسته ژوند جوړ کړم. اوس زه په کرایه کور کې یم او پیسې هم نه‌لرم، خو کورنۍ مې نه مني چې زه ترې برخه واخلم.»

سمنګان کې په څه باندې ۱۱میلیونه افغانیو د ۱۱پروژو چارې پیل شوې

د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت د ناروې په مالي مرسته د ۱۱ پراختیایي او ودانیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغو پراختیایي پروژو چارې نن چهارشنبه، چنګاښ ۱۸مه د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي اړوند کلیو کې پیل شوې.

کندهار کې د اوبو کمښت؛ « اوبو پسې لس تر دولس کیلومتره مزل کوم»

اقلیمي بدلون د افغانستان پر نورو ولایتونو هم منفي اغېزې کړي دي خو د ځینو نړیوالو ادارو معلومات له مخې جنوبي ولایتونه يې تر نورو ډېر ځپلي چې له همدې امله خلک کډوالۍ ته اړ شوي او همداشان روغتیايي ستونزې او ټولنیزه بې ثباتي هم پکې ډېره شوې.

لوګر کې په ۱۴۰زره ډالرو د اوبو یوه سربند د جوړېدو چارې پیل شوې

د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رییس ملا محمداسماعیل اخندازده په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کاشان اوبو سربند د څرخ ولسوالي په «غجرک» سیمه کې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د ۱۴۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت په راتلوونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي چې له پرانېستې سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه خړوبه شي.

لوګر کې هره ورځ ۴۲زره لېټره شیدې تولیدېږي

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الله پل‌علم کې د لبنیاتو یوشمېر مرکزونو څخه د لیدنې پرمهال وویل: «لوګر ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي، کرنې او مالدارۍ ریاست ژمن ده چې د لوګر مالدارو شیدو او لبنیاتو ته د پروسیس لپاره مرکزونه جوړ کړي او د خرڅلاو لپاره ورته مناسبه بازارموندنه وکړي.»

د نوریې صالحي کیسه؛ انجینیره چې په خط‌کش نه، په چټ‌جي‌بي‌ټي طرحې جوړوي

نوریه صالحي یم، د پولي‌تخنیک پوهنتون د انجینیري پوهنځي څخه فارغه شوې یم. اوس راته د انجینیري طرحو  ډیزاینول، د پخوا په څېر نه‌‌دي. زه اوس د چټ‌جي‌‌بي‌ټي په مرسته طرحې او ډیزاینونه جوړوم؛ نه په خط‌کش. دفتر مې اوس د الګوریتمونو او ډیجیټال مډلونو ډک دی، د حساب ماشین او د نقشو کښلو میز مې لرې کړی.

اسلام‌کلا کې د راستنېدونکو ګڼه‌ګوڼه؛ «اندېښمنه یم چې ماشومان به مې ناروغ شي»

 ۲۷کلنه شهناز له خپلو دوو ماشومانو سره له ایرانه ایستل شوې او دا مهال د هرات اسلام‌کلا کې په نه زغمل‌کېدونکې ګرمۍ کې، له امکاناتو او سرپناه پرته ژوند کوي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي، نه‌پوهېږي چې چېرته لاړه شي او وېره لرېږي چې ماشومان به یې، د ګرمۍ او ګڼې‌ګوڼې له امله ناروغ شي.

ننګرهار کې سېلابونه؛ دوه کسان مړه او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي

ننګرهار کې چارواکي وايي چې نن «یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه» د سېلابونو راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي دي.

ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سېلابونه په ګوشتې، لعل‌پورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالي کې راوتلي دي.

افغانستان کې د شپنو ستونزې؛ وچکالي، د اوبو کمښت او د څړځایونو له‌منځه تلل

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې له پخوا څخه د خپلو شنو څرځایونو له کبله د څارویو د پاللو لپاره ډېر مناسب ځای ګڼل کېږي او شپانه له یوه غره نه بل غره او له یوې دښتې بلې ته خپله رمه د څرولو لپاره بیایي. په دې راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۲۷ ځوانو شپنو سره خبرې شوې دي.

شورچای؛ د بدخشان د اوسېدونکو د ورځني ژوند ساده، خو ځانګړی څښاک

د بدخشان په ډېری کورنیو کې هر سهار «شورچای» تیار او د یوې ځانګړې کلچې سره یوځای د دسترخوان ښکلا بلل کېږي.

د بدخشان اوسېدونکی فردوس عالمي وايي چې شورچای ساده څښاک نه‌دی، بلکې هغه خواړه/ څښاک دی چې د یادې سیمې اوسېدونکو له دسترخوان سره تړلی او له پخوا راهیسې دود دی.