د کونړ زلزله؛ لاهم زرګونه ماشومان تر خېمو لاندې ژوند کوي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې د افغانستان ختیځ کې د مرګونې زلزلې څخه  د شپږو میاشتو په تېرېدو سره هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په کونړ کې لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي.

دې سازمان نن پنجشنبه (کب اوومه / ۲۶ فبروري) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې کورونه او ښوونځي تر اوسه نه‌دي رغول شوي او د بیارغونې د پیل لپاره کوم څرګند مهالوېش هم شتون نه‌لري.

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي

د پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي، د ښار د هوني‌سفلی په سیمه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پیل شوې دي.

له پل‌علم ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژه کې د درې کیلومتره سړک جوړول، د ۵۵۰ متره ویالې کیندنه او جوړول، د اووه متره سور سړک رغول او همدارنګه د ۱۵ پل‌چکونو جوړول شامل دي.

د مرستو کمښت؛ غور کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

د فیروزکوه ښار د تغذیې د مرستو د وېش یوه مرکز ته راغلې، ۳۴کلنه خرامان د څلورو ماشومانو مور ده. د هغې دوه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي. خرامان وايي، د کور اقتصادي وضعیت یې دومره کمزوری دی چې د ماشومانو لپاره پوره او مقوي خواړه برابرول ورته ناشونې دي.

د خوړو او کرنې ادارې افغانستان کې د ورښتونو د کمېدو خبرداری ورکړی

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې وايي چې په ټول افغانستان کې د وچ هوايي شرایطو د واکمنېدو اټکل شوی او تمه ده چې یوازې د هېواد په شمال او شمال‌ختیځو سیمو کې لږ او محدود ورښت وشي.

یادې ادارې نن دوشنبه، کب څلورمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هواپېژندنې د وروستیو ارزونو له مخې به د هېواد په ډېری برخو کې ورښت له منځنۍ کچې ټیټ وي چې دا وضعیت د کرنې لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي.

بادغیس کې ټرافیکي پېښه؛ نهه کسان مړه او ۳۵ ټپیان دي

د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې د هرات–بادغیس پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند، صدیق‌الله صدیقي وايي، دا پېښه نن یکشنبه، کب درېیمه، له غرمې مخکې د «پُشته لامان» په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.

له کور تر نندارتون؛ هرات کې د یوې نوښتګرې مېرمنې کیسه

د اوړو نرم بوی د کارخونې په فضا کې خپور دی. نري سپین تارونه د فلزي راډونو پر سر ځوړند دي او د نیمه خلاصې کړکۍ له لارې ننوتې رڼا د اشو پر نرمو تارونو ورو ورو خپرېږي.

فضا چوپه ده؛ داسې چوپتیا چې یوازې د ماشین غږ یې ماتوي. د همدې چاپېریال په منځ کې شکیلا شریفي قدم وهي، هغه مور چې یو وخت یې په ټولګیو کې درس ورکاوه، خو نن د اشو تولید د ماشین ترڅنګ ولاړه ده او د خپل ژوند نوې کیسه جوړوي.

ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي د پاکستان بریدونه غندلي

د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازولي د پاکستان له‌خوا په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې شوي هوايي بريدونه په کلکه غندلي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغو بريدونو کې لږترلږه ۱۷ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا ټپيان شوي دي.

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ یوناما: هر افغان له تبعیض پرته د کارکولو حق لري

نن جمعه د فبرورۍ ۲۰مه/ د کب لومړۍ، د ټولنیز عدالت له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت دفتر یا یوناما د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ټولنیز عدالت په افغانستان کې دا معنا لري چې هر افغان د مناسبې دندې حق ولري او وکولای شي پرته له تبعیض او په باعزته ډول کار او عاید ترلاسه کړي.

امیرخان متقي له اندریکا راټواټه سره لیدلي

اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او هستوګن همغږي کوونکي، اندريکا رټواټه سره د مخه‌ښې ليدنه کړې ده.

په دې ناسته کې د ملګروملتونو مرستندويه ماموريت سرپرستې او د سياسي څانګې مشرې جورجټ ګانيون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.

له ګاونډیو هېوادونو ۹۰۶ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې یوازې پرون «پنجشنبه» ۹۰۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، له نیمروز د ورېښمو پله (پل ابریشم) له لارې ۴۵ کورنۍ، د هرات له اسلام‌کلا بندر څخه ۱۸ کورنۍ، د کندهار له سپین‌بولدک لارې ۶۴ کورنۍ او د ننګرهار تورخم بندر له لارې ۷۷۹ کورنۍ هېواد ته راګرځېدلې دي.

روان کال څه باندې څلور میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په روان کال کې څه باندې ۴مېلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي چې له څه باندې ۴۵۵زره راستانه شویو او بې‌ځایه شویو سره د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.

ملګروملتونو هېواد کې ۱۴۷زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

د ملګروملتونو د نفوس صندوق اعلان کړی چې د «افغانستان ځانګړي اماني صندوق» په مالي ملاتړ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۴۷ زره او ۵۴۵ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي چې دغه خدمات د اومیندواره مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د کورنیو د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لري.