د اسراییل پوځ په الخليل ښار کې عمليات پيل کړي

د اسراییلو پوځ نن دوشنبه، د مرغومې ۲۹مه، اعلان کړی چې د لوېديځې غاړې په الخليل ښار کې يې پوځي عمليات پيل کړي دي. د پوځ په وينا، دا عمليات به څو ورځې دوام ولري او د کورني امنيت له ادارې «شاباک» او سرحدي ځواکونو سره په ګډه کېږي.

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو په اوربند هوکړه کړې

د سوریې حکومت د کُردانو پوځي ډلې سره د اوربند هوکړه کړې. د راپورونو له‌مخې، د دواړو خواو ترمنځ له څو ورځو جګړې وروسته د دغه اوربند له مخې به کُرد ځواکونه اوس د احمد شرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي او ټاکل شوې د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، ووځي.

پاکستان کې ټرافیکي پېښه؛ ۱۴ کسان مړه شوي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور بیا ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ادارې د چارواکو په وینا، دغه پېښه د سرګودې په کوټ مومن سیمه کې د سختې لوخړې له امله رامنځته شوې ده.

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

د دنیپروپېتروفسک سیمې د ادارې مشر، اولېکساندر هانژا، پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې روسي ځواکونو د نیکوپول ښار په نښه کړی او له امله یې دوه ښځې وژل شوي او شپږ نور کسان ټپیان دي.

بل‌‌خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د اوکراین د زاپورېژیا په سیمه کې پنځه مېشت ځایونه نیولي دي.

اروپايي ټولنې د اوکراین لپاره د ۹۰ میلیارد یورو پور تصویب کړ

اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو د تامینولو لپاره د ۹۰ میلیارد یورو پور تصویب کړ.

اروپايي ټولنې تېره ورځ پر خپل ویب‌سایټ ویلي، دغه پور د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي او دا ملاتړ به دغه هېواد سره د دولت او اساسي عامه خدماتو د دوامدار فعالیت ډاډمن کولو کې هم مرسته وکړي.

امریکا په ایران کې د معترضانو د اعدامونو په اړه د جدي اقدام خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په ایران کې د ولسي معترضانو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې زیاتې شوي او که د معترضانو اعدامونه دوام ومومي، متحده ایالات به د ایران د حکومت پر وړاندې قوي او جدي اقدامات وکړي.

عراقچي: ایران خبرو او جګړې ته اماده دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د مېشتو ډیپلوماټیکو پلاوو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، وروستي سراسري اعتراضات په پیل کې «ارام» وو، خو د هغه په وینا د «وسله‌والو ترهګرو ډلو» له ورننوتو وروسته په تاوتریخوالي او وینو تویېدو واوښتل، څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د لاسوهنې پلمه برابره شي.

ملګري ملتونه: ایرانیان باید له ډار پرته لاریون وکړي

د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې ایرانیان باید وکولای شي خپلې غوښتنې په سوله‌ییز ډول بیان کړي او له وېرې پرته لاریون وکړي.

د ملګروملتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترېش له قوله ویل شوي چې د بیان ازادي او د سوله‌ییزو غونډو حقونه چې په نړیوالو قوانینو کې په رسمیت پېژندل شوي، باید په بشپړ ډول درناوی او خوندي شي.

نتن‌یاهو: هیله لرم چې یوه ورځ ایران سره په سوله کې ژوند وکړو

د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د ګواښونو د تبادلې په فضا کې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هیله څرګنده کړې چې په راتلونکې کې به د تل‌ابیب او تهران ترمنځ سوله ټینګه شي.

نتنیاهو تېره ورځ په یوې غونډه کې ویلي، هیله لري داسې ورځ راورسېږي چې اسراییل له ایران سره سولې ته ورسېږي او بیا وکولای شي د سیمې د سولې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.