ملګري‌ ملتونه: نړۍ کې د ریکارډ په کچه ۱۱۴ میلیونه وګړي بې‌ځایه شوي

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ټوله نړۍ کې به سږکال د ریکارډ په کچه د بې‌‌‌ځایه شویو کسانو شمېر له ۱۱۴ میلیونه څخه واوړي.

د یاد سازمان په وینا، دغه شمېر بې‌ځایه شوي د شخړو په حل کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل په ګوته کوي.

نړیوال جام؛ انګلستان نن سریلانکا سره لوبه کوي

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله چې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې ښه نه‌‌ده ځلېدلې، نن د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې یاده لوبه نن پنج‌شنبه د اکتوبر ۲۶مه د هند د «اېم‌ چیناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه کلیزه؛ ګوټرېش: نړۍ دې سره یو موټی شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فلسطین او اسراییلو او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سختو جګړو له دوام‌ سره هم‌مهاله د دغه سازمان د جوړېدو ۷۸یمې کلیزې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه دې سره یو موټی شي.

غزه کې پر روغتون د اسراییلو برید؛ ترکیې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی

ترکیې د غزې پر یوه روغتون د اسراییلو د هوايي برید له امله چې سلګونه کسان په‌کې ووژل شول، درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

د غزې پر الاحلي روغتون شوي هوايي برید کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي وو، خو ځینو رسنیو بیا د وژل شویو کسانو شمېر له دې پورته بللی دی.

لاوروف اوکراین کې د روسیې له جګړې د شمالي کوریا له ملاتړ مننه کړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته د خپل سفر پر مهال اوکراین کې د روسیې له جګړې د شمالي کوریا له ملاتړ څخه مننه کړې.

لاوروف د روسیې له جګړې د ملاتړ له امله له شمالي کوریا د مننې ترڅنګ دغه هېواد ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د غزې پر یوه روغتون د اسراییلو برید کې ۵۰۰ کسان وژل شوي

د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې په مرکز کې پر یوه روغتون د هوايي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا له ۲۰۰۸ کال راهیسې د اسراییلي ځواکونو له لوري په شوي یوه هوايي برید کې د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی.