ای‌پي‌اېل کې نن ممبی د کلکتې کوربه دی

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله د ممبی انډیینز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې مازدیګر«جمعه د مې درېیمه» د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ملګري ملتونه: د غزې بیارغونه به ۵۰میلیارډ ډالر لګښت ولري

د ملګروملتونو یو چارواکی وايي چې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا غزه کې د ویجاړۍ ساری نه‌دی لیدل شوی او بیارغونه به یې ۵۰ میلیارډ ډالر لګښت ولري.

د عربي هېواونو لپاره د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر مدیر عبدالله الدرداري «پنج‌شنبه، مې دویمه» په یوې انلاین غونډه کې وویل: «موږ له ۱۹۴۵ راهیسې داسې څه نه‌دي لیدلي. په دومره لږ وخت کې او په دومره چټکۍ، دومره ډېره ویجاړي.»

ترکیې له اسراییلو سره پر هر ډول سوداګرۍ بندیز ولګاوه

د ترکیې سوداګرۍ وزارت وايي چې له «پنج‌شنبه، مې دویمه» یې له اسراییلو سره هر ډول سوداګري تړلې او صادرات او واردات یې بند کړي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې فلسطین کې د روان انساني ناورین او ناوړه وضعیت له امله یې اسراییلو ته او له دغه هېواده د توکو لېږد رالېږد بند کړی دی.

راجستان نن ای‌پي‌اېل کې له حیدراباد سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د دغه لیګ په ۵۰مه سیالي کې راجستان رویالز له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، مې درېیمه د هند د حیدراباد په «راجېف ګاندي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې» ترسره شي.

نن ای‌پي‌اېل کې کنګز د کنګز پر وړاندې لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د دغه لیګ په ۵۰مه لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډله له پنجاب کنګز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، د هند د چینای په «ام‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ای‌پي‌‌اېل کې نن لکناو د ډيلي پر وړاندې لوبه کوي

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د دغه لیګ په ۴۸مه لوبه کې ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، اپرېل ۳۰مه د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپايي اېکانا کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

امریکا کې د سرطان یوه ناروغ ۱.۳۲ میلیارډ ډالرو لاټري ګټلې

د امریکا د فلوریډا ایالت په اورېګون کې د سرطان ناروغۍ یوه ناروغ د «اورېګون لاټري» ۱.۳۲۶ میلیارډ ډالر ګټلې دي.

په اورېګون کې د «اورېګون لاټري مرکزي دفتر» دوشنبه، اپرېل ۲۹مه، په یوه کنفرانس کې مېړه او خاوند چینګ داونپین سېفن او د دوی ملګری چاو لایزا د روانې میاشتې د پیل شوې لاټري ګټونکي اعلان کړل.

کلکته نن ای‌پي‌اېل کې له ډيلي سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله له ډیلي کپېټلز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، اپرېل ۲۸مه د هند د کلکتې په «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن له غرمې وروسته دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي به د ګجرات ټایټنز او رویالز چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ وشي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل ۲۸مه، د هند د احمداباد په «نرېنډرا موډي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ای‌‌پي‌اېل؛ بنګلور له حیدراباد سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن رویالز چلنجرز بنګلور له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، اپرېل ۲۵مه د هند د حیدراباد د اوپال په «راجېف ګاندي انټرنېشنل کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

اسلامي امارت: امریکا دې د لوېدیځ فرهنګ پر هېوادونو نه تحمیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو اړوند ځینو فرمانونو په تړاو اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه کلنی راپور پرون دوشنبه، د اپرېل ۲۲مه خپور کړی او افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت په تړاو په‌‌کې اندېښنه ښودلې شوې.

چینای نن ای‌پي‌اېل کې له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د چینای سوپر کنګز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې د هند د چینای په «ام‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

روسیه: د امریکا مرستې به اوکراین کې د لانورو وژنو لامل شي

روسیه وايي چې له اوکراین سره د  امریکا تازه پوځي مرسته به د جګړې لومړۍ کرښه کې وضعیت بدل نه‌کړي.

کرملین نن دوشنبه، د اپرېل ۲۲مه ویلي چې دغه مرستې به د جګړې لوری بدل نه‌کړي، چېرته چې روسیه برلاسې ده. د امریکا کانګرېس د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د ۶۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت اوکراین ته د پوځي مرسته هغه کڅوړه تصویب کړه چې له میاشتو ځنډول شوې وه.