
شماليکوریا کې د جنګي بېړۍ خرابېدو له امله لوړپوړي چارواکي نیول شوي
د شماليکوریا دولتي رسنۍ اعلان کړی چې دغه هېواد کې د کښتۍ جوړولو یوشمېر چارواکي د یوې جنګي بېړۍ د خرابېدو له امله نیولي دي.
دغه جنګي بېړۍ چې ۵۰۰۰ ټُنه وزن لري، څو ورځې وړاندې سیند ته د ښکتهکولو پرمهال زیانمنه شوې ده.
د شماليکوریا مشر کېم جونګ اون چې د دې پېښې شاهد و، ګواښ وکړ چې مسوول چارواکي به بېځوابه پرې نهږدي.














